لورالايي کې ځانمرګي برید یو پولیس وژلی: چارواکي

د بلوچستان په لورالايي کې په یوه ځانمرګي برید کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي. چارواکي وايي چې پر دې مهال د پولیسو په ډزو کې یو وسله وال هم وژل شوی دی.

چارواکي وايي دا ځانمرګی برید د لورلايي میډیکل کالج ته نزدې د زراعت دفتر و مخې ته نن د دوشنبې مازیګر د پولیسو پر یوه ګاډي شوی دی.

په لورالايي کې د چارواکو په وینا چې تر چاودنې وړاندې دوه کسان پر یوه موټر سایکل سپاره ول چې څنګه د پولیسو موټر ته ورنزدې شول نو یوه یې ځان ته چاودنه ورکړه او دوهم یې د پېښې له ځایه په تېښته بریالی شو خو وروسته په کلي لښتي کې د چارواکیو په خبره امنیتي عسکرو په ډزو وواژه.

د لورالايي کمشنرسهېل الرحمان و مشال راډیو ته وویل چې په پېښه کې یو پولیس سخت ژوبل دی. نوموړي دا هم وویل چې لاهم د ځانمرګي بریدګر او د هغه د وژل شوي ملګري پېژندګلو نه ده شوې.

په دغه ښارګوټي کې بیا بیا د ناڅرګندو وسله والو ډلو له لوري پر پولیسو بریدونه کېږي.