بلوچستان کې د زېړي رنځ په چټکۍ خورېږي

روغتیا پوهان وایي، په بلوچستان کې د ناپوهۍ له کبله زېړی په تېزۍ سره خورېږي چې د مخنیوي لپاره یې په حکومتي کچه ګامونو اخیستو ته اړتیا ده.

د زېړۍ رنځ په اړه په خلکو کې د شعور او اګاهۍ لپاره د جولای پر ۲۹مه د کوټې په سیول روغتون کې فعالانو لاریون هم وکړ.

د بلوچستان ډاکټرانو د اتحادیې پخوانی مشر ډاکټر یاسر اقبال وویل، که د دغه ناروغۍ پر وخت علاج وشي نو مخنیوی یې ممکنه دی.

نوموړی زیاته کړه: "د دې رنځ واکسین هم شته او خلک دې باید واکسین وکړي. دا زموږ یو پیغام دی. که واکسین یې نه وي کړی نو ټي بي، تور زېړی غوندې ناروغۍ ورته ژر لګېدلی شي."

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

بلوچستان کې د زړه او شکرې زیاتېدونکې ناروغۍ

​په دې اړه د طبي څانګې یو غړی ډاکټر نصیب الله شاه وايي: "د خلکو دا خیال دی چې د دې رنځ اعلاج نه کېږي. داسې نه ده چې موږ یې علاج نه شو کولای. د دې لپاره په روغتونونو کې هم دوایانې پیدا کېږي دوی دې راشي ټېسیټونه دې وکړي."

د بولان میډیکل کمپلېکس د ګیسترالوجې څانګې مشر ډاکټر شربت خان مندوخیل وايي، "د بلوچستان په ژوب، لورلايي او بارکان کې له ۱۱څخه تر۲۰ فیصد پورې خلک د دغه ناروغي څخه اغېزمن شوي دي."

دا هم وګورئ: بلوچستان کې پنځه زره کسان په اېډز اخته دي

ډاکټران وايي،حکومت ته په کار دی د دې رنځ د مخنیوي لپاره په خلکو کې د پوهاوی موندلو لپاره کوټلې ګامونو واخلي.