پراګ: په بلوچستان کې د بیلا بیلو حکومتي محکمو کارکوونکو انجینرانو د خپلو غوښتنو پوره کولو لپاره نه یوازې له تېرې یوې اونۍ کاربندیز کړی بلکې د کوتې پریس کلب مخې ته یې پرلت هم وهلی دی.
دوي وايي په ملک کې چې څومره ګراني راغلې ده له هغه سره سم د دوي په تنخاګانو کې مناسب زیاتوالی نه دی راغلی.
دوي دا غوښتنه هم کوي چې د ملک د نورو صوبو د انجینرانو په څېر دي د بلوچستان انجینرانو ته هم ټیکنیکل الاونس ورکړل شي.
د صفت الله کاکړ په نامه یو انجینېر مشال راډیو ته وویل چې دا وخت په بلوچستان کې ۸۰۰۰ انجینېرانو بې روزګاره ګرځي.
نوموړي تور پورې کړ چې حکومت د انجینېرانو پر چوکیو داسې کسان لګولي دي چې د هغوي ټیکنیکل کارونه له سره زده نه دي.
ده وویل کوم انجینېران چې پر کار لګیا دي هغوي ته بیا له خپلې وړتیا سره سم حکومت ترقي نه ورکوي.
انجینېر امان خان کاکړ وویل چې د ملک په نورو درو صوبو او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې انجینېرانو ته ټیکنیکل الاونس ورکړل شوی دی خو د بلوچستان انجینېران ورڅخه محرومه دي.
د عطاالله میاخېل په نامه بل احتجاج کوونکي انجینېر له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې حکومت د دوي غوښتنې هم داسې ومني لکه څنګه چې یې د سکولونو د استادانو غوښتنې پوره کړې وې.
د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني مشال راډیو ته وویل چې د انجینېرانو دا هړتال هیڅ قانوني جواز نه لري.
خو د ده په وینا ، چې کله وزیراعلا جام کمال کوټې ته ستون شي نو به د دې مسلې د هواري هڅې پیل شي.
لیاقت شاهواني دا هم وویل چې که حکومت داسې هرې محکمې ته الاونسونه ورکړي نو به بیا له نورو بې روزګاره خلکو او د پرمختګ د چارو لپاره به څه کوي.
نوموړي په ډاګه کړه چې حکومت به کله هم د احتجاج کوونکو انجینېرانو ناقانونه غوښتنو ته غاړه نه ږدي.