په مستونګ کې ۹ 'داعش' وسله وال وژل شوي

نقشه

د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې د امنیتي سرتېرو د عملیاتو په نتیجه کې نهه وسله وال وژل شوي دي. چارواکیو د دغه وسله والو کسانو تړاو له تندلارې ډلي داعش سره ښودلی دی.

په پیېښه کې څلور پاکستاني عسکر هم ژوبل دي. د بلوچستان د تره ګرۍ ضد ادارې عسکرو له کوټې څخه ۶۰ کلومیټر سوهېل/جنوب لور ته د مستونګ ولسوالۍ د کابو په غرونو کې د وسله والو پرضد عملیات کړي دي.

په کوټه کې د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودو پر بنیاد مشال راډیو ته وویل چې په پېښه کې د وژل سویو کسانو تړاو له اسلامي تندلارې ډلې 'داعش' سره دی چې له ډېره وخته راهیسې په سیمه کې پر پولیسو او نورو امنیتي کسانو باندې په 'هدفي بریدونو او د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ' ول.

د چار واکو په وینا چې د عملیاتو پر مهال د وسله والو کسانو له پټنځایونو څخه په لویه کچه وسله او باروت موندلي دي.

مستونګ ولسوالۍ د صوبې په هغه اساسه ځایونو کې ګڼل کېږي چې له تېرو څو کلونو راهیسې د تره ګري او هدفي وژنو پېښې رامنځ ته شوې چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله هم اوښې ده.

په کوټه کې د چارواکیو په وینا چې د مستونګ د کابو په غرنۍ سیمه کې تر هغه وروسته نن سهار عملیات پیل شول کله چې درې ورځې وړاندې د کوټې په سېټلایټ ټاون کې د ماخوستن لمانځه پر مهال د الهدا مسجد و مخې ته په یوه چاودنه کې څلور پولیس والا ووژل شول او شاو خوا ۱۲ نور یې ژوبل کړل، په هغوی کې یو بل پولیس عقیل احمد د مې پر ۱۶مه ومړ.

په مستونګ کې تر عملیاتو پس خیریه مرستندویانو په پېښه کې د وژل شویو کسانو مړي د کوټې لوی سرکاري هسپتال ته لېږدولي دي خو تر دا دمه یې پېژندګلو نه ده شوې.