کراچۍ: یو ځوان او یوه پېغله د غیرت په نامه ووژل شول

د ارشیف انځور

پراګ ـ د کراچۍ سرجاني ټاون پولیس وايي، له حب ډیم سره نږدې یې دوه جسدونه موندلي چې یو یې د یو ځوان نارینه او بل د یوې ځوانې جینۍ دی او دوی ګومان کوي چې دواړه به د غیرت په نوم وژل شوي وي.

د سرجاني ټاون د پولیسو مشر ډي ایس پي صفدرشاه د فبرورۍ پر ۲۳مه، مشال رېډیو ته وویل چې د دغه ځوان مړی چا لیدلی وو او بیا یې پولیسو ته اطلاع کړې وه. نوموړي زیاته کړه:

"د فبرورۍ په شلمه مونږ ته اطلاع راغله. مونږه چې دغه ځای ته ورسیدو نو په خوا اوشا کې مو ثبوتونه لټول چې په لږه فاصله مو د دې جینۍ مړی هم ومونده. وروسته موږ ته پته ولګېده چې دا هلک او جینۍ دواړه د خېبر پښتونخوا د تور غر ضلعې سره تعلق لري او په کراچۍ کې د مومن اباد تاڼې په حدودو کې مېشت دي. زموږه شک دی چې دا د غیرت په نوم وژنه ده. د ریاست په مدعیت کې مونږ رپورټ درج کړی او تحقیقات مو شروع کړي دي."

دا هم وګورئ: 'تېر کال په سوات کې۴۰ ښځې د ناموس په نوم وژل شوي'

ډی ایس پي صفدر شاه هم دا راز وویل چې له قانوني کاروايۍ وروسته یې د وژل شوي ځوان نصیب زر خان مړی د هغه پلار شیر بهادر خان ته سپارلی دی.

مشال ریډیو د شیر بهادر خان سره په رابطه کولو کې بریالي نه شو خو د مومن اباد یونین کونسل ناظم عالمزیب خان الايي وايي، نوموړي ورته د مړي ترلاسه کولو وخت داسې تفصیل ورکړی وو:

"شېر بهادر ماته وویل چې له خپل ځوی سره یې شپږ، اووه میاشتې وړاندې په کور کې جګړه کړې وه او له هغې وروسته یې کور پریښی او تور غر ته تللی وو. ده وویل چې یو دوه میاشتې وړاندې یې ورته ټیلیفون کړی وو خو د جینۍ بوتللو په اړه یې ورته څه نه وو ویلي. البته خلکو دلته داسې خبرې کولی چې د نصیب زر خان له کوره د تللو نه یوه میاشت وروسته دا جینۍ هم له کوره وتلې ده. خو شېربهادر وايي چې دی پرې پخپله نه دی خبر."

پولیس وايي د جینۍ مړی لا هم له دوی سره دی، د هغې د کورنۍ خلک تښتیدلي او دروازې یې بندې پرتې دي. د ښځو د حقونو فعاله، د غیرت په نوم وژنو خلاف کارکونکې او خوېندو جرګې مشره تبسم عدنان وايي، په دې لړ کې دې ریاست او ټولنه خپلې ذمه وارۍ پوره کړي:

"اوله ذمه واري د ریاست ده چې قوانین په سمه توګه عملي کړي او په داسې پېښو کې ککړو خلکو ته سختې سزاګانې ورکړي. بیا مدني ټولنو او عامو خلکو ته هم پکار دي چې پخپله راپاسي او د دې ناوړه عمل مخه ونیسي. مونږ لګیا یو خپل کوششونه کوو او دلته په سوات کې مو ډیر داسې هلکان او جینۍ له وژلو بچ کړي دي. نو چې مونږ یې کولی شو نو سړي دا کارونه ولې نه شي کولی؟ په ټولنه کې خو سړي له ښځو ډیر مضبوط ګڼل کیږي نو دوی ولې خپل کردار په مثبته توګه نه ترسره کوي."

دا هم وګورئ: کوهستان کې څلور کسان د ناموس په نوم وژل شوي

دا راز د انساني حقونو لپاره د پاکستان د حکومتي قامي کمېشن مشر ریټایرډ جسټس علي نواز چوهان وايي، په دې لړ کې حکومت ته پکار دي چې یو جامع پلان جوړ کړي:

"د مذهبي چارو وزارت او د خیر ښېګړې ادارو ته پکار دي چې په خلکو کې په دې هکله د پوهاوي او د فکر د بدلون لپاره جامع کمپاین وکړي. دا ډیره مهمه ده چې دیني عالمان په دې هکله د جمعې په خطبو کې خلک د اسلامي احکاماتو نه خبر کړي. ماشومانو ته په سکولونو، کالجونو، مدرسو او یونیورسټو کې په دې اړه تعلیم ورکړل شي. حکومت دې د غیرت په نوم وژنو ناوړه عمل مخنیوي لپاره په ريډیو او ټیلي ويژن کمپاینونه وکړي. که داسې نه وي نو یواځې په قوانینو جوړولو دا مسله نه ختمیږي."

په پاکستان کې د انساني حقونو غیر حکومتي کمېشن ( هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان) په یو رپورټ کې ویلي چې په یاد هېواد کې له ۲۰۱۳ م څخه تر ۲۰۱۸م کاله پورې ۱۳۶۰۰ څخه زیات کسان د غیرت يه نوم وژل شوي چې زیاتره یې ښځې دي.