د پاکستان سپريم کورټ د مذهب سپکاوي په مقدمه کې د اسيه بي بي د خوشېکېدو ضد د بيا کتنې خواست رد کړ او د هغې د پرېښودو امر يې وکړ. د سپريم کورټ د فیصلې له مخې اسيه بي بي بې ګنا ده او په دروغه پرې تورنه لګول شوي ول.
دا چې اسيه بي بي اته کاله قېد د درواغو تورونو له وجې تېر کړ نو د پاکستان ځينې سياسي ګوندونه او اسلامي نظرياتي کونسل وايي بايد چې د مذهب سپکاوي ضد قانون ناسم استعمال ودرول شي او په دې لړ کې قانون سازۍ پکار ده.
د پاکستان مسلم ليګ (ن) يو مشر او سېنېټر پروېز رشيد وايي اکثره داسې شوي چې د يو تن له بل تن سره دښمني وي او له هغه انتقام اخیستل غواړي نو پرې د مذهب سپکاوي تورونه ولګوي او همداراز د مذهب سپکاوي ضد قانون اکثره د شخصي دښمنيو او انتقام اخیستو لپاره کارول شوی دی.
هغه بېګا ناوخته مشال راډيو ته وويل پکار ده چې د دې قانون ناسم استعمال ودرول شي: ''د مذهب د سپکاوي ضد قانون استعمال داسې شوی چې خلکو ته ترې انصاف نه دې رسېدلی او هم زياتره مسلمانان د دې قانون ښکار شوي. بايد چې پارلېماني غړي په دې لړ کې قانون سازي وکړي او چې کوم کس په دروغه د مذهب د سپکاوي تورونه لګوي نو بايد چې هغه ته سزا ورکړل شي. دغه دروغژن کس ته دومره د قېد سزا ورکول پکار دي، څومره چې د ده د درواغو له وجې يو تن تېرا کړې وي.''
سېنېټر پرويز رشيد وايي په دې لړ کې د قانون سازۍ لپاره پکار ده چې د مسلم ليګ (ن) په ګډون ټول سياسي ګوندونه او مذهبي عالمان له يوبل سره مشوره وکړي.
دا هم وګورئ: مذهبي ډلې د اسیه بي بي پرېښودو ضد راوتيد عوامي نېشل ګوند يو مشر او پارلېماني غړی امير حېدر خان هوتي هم له دې سره اتفاق کوي او وايي چې په دې لړ کې قانون سازۍ ته اړتيا ده: له مشال رېډيو سره په خبرو کې هغه وويل: ''تر ټولو مخکې عالمانو ته پکار ده چې ولس په دې مسله پوهه کړي.''
د جماعت اسلامي يو مشر پروفسر ابراهيم هم وايي په دروغه د مذهبي د سپکاوي تورنو لګولو بايد مخه ونيول شي . البته نوموړي پرون مشال راډيو ته وويل چې په ټول قانوني نظام کې بدلون پکار دي: ''د مذهب په رڼا کې په ټول قانوني نظام کې اصلاحات پکار دي.''
د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله اياز هم وايي چې پر دورغه په چا د مذهب د سپکاوي تورنه لګول له اسلام سره په ټکر کې دي او که حکومت د دې د مخنيوي په لړ کې له دوی تجاويز وغواړي نو دوی يې ورکولی شي: ''که چېرته حکومت رانه تپوس وکړي نو موږ ورته په دې اړه د قانون سازۍ په لړ کې وړانديزونه ورکولی شو.''
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اکتوبر پر ۳۱مه ولس ته په خپله وینا کې د اسیې بي بي په اړه د سپریم کورټ پرېکړه له ایین او قانون سره سمه بللې وه.
دا هم وګورئ: عمران خان د اسیې بي بي پرېښودنه اییني او اسلامي وبللهد ۲۰۰۹ز کال د جون پر ۱۴مه د پنجاب په شیخوپوره کې دوو مسلمانو ښځو پر یوې عیسوۍ اسیې بي بي د اسلام د پیغمبر د سپکاوي تور پورې کړ او پولیسو بي بي ونیوله او یوه عدالت نوموړې ته د مرګ سزا واوروله ځکه چې د پاکستان د مذهب د سپکاوي ضد قانون له مخې که پر یوه کس د پیغمبر د سپکاوي تور ثابت شي نو عدالت ورته د پانسۍ سزا اورولای شي.
خو د پاکستان سپريم کورټ د ۲۰۱۸ م کال د اکتوبر پر ۳۱مه پرېکړه وکړه چې د مذهب په سپکاوي تورنه ۴۵ کلنه عیسوۍ مېرمن اسيه بي بي بېګناه ثابته شوې او سمدستي دې خوشي کړل شي .خو د دې فیصلې ضد قاري محمد سلام نومې تن د بیا-کتنې خواست کړی وو چې په سېشنبه عدالت رد کړ او ویې ويل چې فیصله بلکل سمه وه او اسيه بي بي بې ګناه ده.
دا هم وګورئ: اېمنسټي انټرنېشنل: د اسیې بي بي او کورنۍ ژوند ته یې خطر دی