پراګ - د پاکستان حکومت د هېواد د اقتصادي بحران هواري لپاره د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) له پلاوي سره خبرې پیل کړې دي.
د مالي چارو وزارت ویاند نور احمد د نومبر پر اتمه وویل، پاکستان تر درو کلونو پورې له ای اېم اېفه د پور هیله لري.
د نومبر پر اوومه د ای اېم اېف یو پلاوی د پاکستان له حکومت سره د پور پر شرطونو د خبرو لپاره اسلام اباد ته ورسېد.
تر دې څو ساعته وروسته د مالي چارو وزیر اسد عمر ویلي ول چې هېواد یې د سعودي عرب او چین د مرستو له کبله له مالي بحرانه ژغورل شوی دی.
د پاکستان حکومت وايي، د اقتصادي ضرورتونو پوره کولو لپاره شاوخوا ۱۲ اربه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري. اسد عمر د نومبر پر شپږمه یوې خبري غونډې ته ویلي ول چې شپږ اربه یا میلیارده ډالر ورته ریاض او نور شپږ اربه ورته چین ورکوي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې چین ته ورغلی وو او هغه مهال یې ویلي ول چې چین ورته د پیسو ورکولو ویلي چې په اړه یې لا نورو خبرو ته اړتیا ده.
البته د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو په ګډه اعلامیه کې د پور یا مرستو ذکر نه وو شوی.
دا هم وګورئ: چین او پاکستان ستراتیژیکې همکارۍ پراخويد اقتصادي چارو پوهان وايي، چین چې هر وخت له پاکستان سره مرسته کوي، د هغې ذکر نه کوي. د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي د نومبر پر څلورمه د ګډې اعلامیې تر خپرېدو څو ساعته وروسته مشال راډیو ته ویلي ول چې لامل یې دا دی چې چین اصلاً د پاکستان په بانکونو کې پیسې ږدي چې اسلام اباد ورڅخه لږې کاروي او بیا یې له سود سره ستنوي.
د هوتي په خبره، دا مرسته یا پور نه دی چې رسمي موافقې ته اړتیا ولري نو ځکه یې بیجنګ په اعلامیه کې ذکر نه دی کړی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
ای اېم اېف چې هر هېواد ته پور ورکوي ورسره ځېنې شرطونه ږدي چې پکې حکومتي لګښتونه او درامدات کمول او پر ځېنو شیانو ولس ته د رعایت درولو غوښتنه کوي.
ورسره د پیسو نړیوال صندوق هېوادونو ته دا هم وايي چې اقتصادي نظام د ازاد بازار اړتیاو او شرایطو ته برابر کړي.