د پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د هغو ۳۷ کسانو ضمانت منل شوی دی چې د روانې میاشتې پر څلورمه نېټه د اسلام اباد پوليسو تر ممکنه احتجاج وړاندې نيول شوي ول. پر دوی د ترهګرۍ ضد قوانينو دفعې لګول شوي وي او نن چارشنبه د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړل شول.
د پي ټي اېم يوه غړي بريال وطنپال نن (چارشنبه) مشال راډيو ته وويل چې دوی د خپلو ملګرو د ضمانت پیسې راټولوي او هیله یې وښودله چې ژر به یې راخوشي کړي.
بريال وطنپال د دې پوښتنې په ځواب کې چې پر ملګرو یې کومې دفعې لګول شوې وې؟ وویل، چې پولیسو ۱۲ دفعې لګولې وې چې پکې د لارو بندول، پر پولیس لاس اوچتول، ګډوډي او ورانی جوړول او د ملک پرضد نارې وهل. دی زیاتوي کله چې په دې سلسله کې یوه بل عدالت ته د انصاف لپاره ولاړل نو هغه ورباندې د ترهګرۍ مقدمه هم وکښله.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د اډیاله زندان پښتنو بندیانو ضمانت وشو
نوموړی وايي چې د دوی د نیول شویو کسانو وکیل په عدالت کې دغه ټول لګېدلي تورونه رد کړل او له ججه یې غوښتنه وکړه چې په اسلام اباد کې هرځای پټې کېمرې لګېدلي دي که د ده موکلانو دغه کار کړی وي نو د کېمرې کښلي فوټېج دې راوړي او دا دې ثابته کړي چې هغوی په ریښتیا دا کار کړی دی که نه. خو د بریال وطنپال په خبره عدالت د کېمرو فوټېج وړاندې نه کړل.
یاده دې وي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په دوشنبه ناوخته پر خپل فېسبوک په خپلو څرګندونو کې خبرداری ورکړی وو که یې نيول شوي ملګري نن د جون تر شلمې نېټې راخوشي نه کړل شول نو به په ټول پاکستان کې مظاهرې پیلوي، ورته دړکه پښتونخوا ملي عوامۍ پارټۍ هم په سېشنبه په اسلام اباد پرېس کلب کې خبري ناستې ته ورکړې وه.
علي وزیر
یادونه: د پي ټي اېم او پښتونخوا معپ غړي د روانې جون میاشتې پر څلورمه نېټه د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته تر هغه کېدونکي احتجاج مخکې ونیول شول چې په واڼه کې د راپورونو له مخې د پي ټي اېم د سر سر یوه مهم رهبر علي وزیر پر کور د امن کمېټۍ وسله والو چې (یاد غورځنګ یې سرکاري طالبان بولي) د ممکنه یرغل پرضد یې کاوه.
نور ولولئ