جلال اباد کې برید پای ته ورسېد

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر وایي چې د جلال اباد ښار په درېيمې ناحيه کې څه باندې نهه بجې د ماشومانو ژغورنې ادارې ''Save The Children'' په دروازه کې لومړی ځانمرګی برید شوی او وروسته نور وسله وال ورننوتي او ډزې يې پيل کړي، چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني ازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې وویل چې د ماشومانو ژغورنې ادارې باندې ډله ییز برید پای ته رسېدلی او امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات پیل کړي دي.