د بلوچستان امنیتي چارواکي وايي، د چارشنبې پر سهار وختي د مستونګ سره نږدې نامالومو وسله والو پر یو شخصي موټر ډزې کړي چې پکې پنځه کسان و وژل شو.
د بلوچستان امنیتي چارواکي وايي، د چارشنبې سهار وختي د مستونګ سیمې سره نږدې نامالومو وسله والو پر یو شخصي موټر ډزې کړي چې په نتېجه کې د یوې مېرمنې په ګډون څلور کسان وژل شوي او یو کس ژوبل دی.
د مستونګ امنتي چارواکي وايي،دغه پېښه هغه مهال وشوه چې یو شخصي موټر په مستونګ سیمه کې له کوټې کراچۍ ته په لاره وو.
د مستونګ د پولیسو مشر عبدالقدوس مشال راډیو ته وويل، پوليس او سرحدي عسکر د پېښې پلټنه کوي.
نوموړي وویل،وژل شوي کسان د مستونګ روغتون ته وړل شوي دي.
بلخوا د بلوچستان اعلا وزیر نواب ثناء الله زهري د دې پېښې په اړه سخته خواشیني څرګنده کړې او د پولیسو د پېښې د پلټنې امر يې کړی دی.
تر اوسه د دې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې