نړیوالې تندلارې ډلې داعش دوه اونۍ وړاندې د بلوچستان له مرکزي ښار کوټې څخه په مې میاشت کې د تښتول شویو دوو چینایانو چې یوه ښځه او سړی دی د وژلو ادعا کړې ده. دا خبره دولت اسلامیه ډلې داعش پر خپله وېب پاڼه عماق باندې بېګا شپه نشر کړې ده.
خو پاکستانیو چارواکیو لا هم په دې اړه څه نه دي ویلي. د چین بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې د جمعې په سهار وویل، حکومت یې له پاکستانیو چارواکو معلومات غواړي.
د چین دولتي خبري اژانس شینهوا وايي، بیجنګ د چینایانو د وژنې خبرونو زښت اندېښمن کړی دی. پاکستاني چارواکي وايي، د پېښې پلټنه کوي خو تر اوسه یې مړي نه دي موندلي.
رپورټونه وايي، دې چینایانو، چې یوه یې ښځه او یو سړی دی، په کوټه کې اردو زده کوله او چینايي ژبه یې ښوده.
دا وژنې تر هغو څو ساعته وروسته شوې دي چې پاکستانيو امنیتي ځواکونو په بلوچستان کې د وسله والو پر ضد د عملیاتو ویډیو خپره کړه.
کوټه کې د تښتول شويو چینیانو درک لا هم نه دی لګېدلی
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د مستونګ په غرنۍ سیمه اسپلنجي کې یې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې د فرقه ییزه ډلې لښکر-ې-جنګوي ال – عالمي روزنیزې اسانتیاوې له منځه وړي دي. خو دغه ډلې څو ساعته وروسته ادعا وکړه چې ویجاړ کړل شوې اسانیتاوې او وژل شويو وسله والو له داعش ډلې سره تړاو درلود.
په پوځي بیان کې د پاکستان سېنېټ پر مرستیال مشر مولانا عبدالغفور حیدري باندې په ځانمرګي برید کې د ښکېل تورن او د ۱۲ کسانو د وژل کېدو ادعا هم شوې ده.
د دې ترڅنګ یې په لویه کچه درنه وسله او تېخنیکي الات هم له هغې سیمې ترلاسه کړي دي.
د پاکستان پوځ ویاند په وینا د عملیاتو پر مهال هغه موټر هم موندل شوي دي چې دغه دوه چینایان یې پکې له کوټې تښتولي ول.
داسې اېسي چې داعش د پوځي عملیاتو په غچ کې برمته چینایان وژلي دي. چین په پاکستان کې د بنیادي ډانچو پراخ ودانیز کارونه پیل کړي چې له کبله یې په دغه هېواد کې له تېر یوه یا یو – نیم کال کې د چینیايي وګړو شمېر کې له ورایه زیاتوالی راغلی دی.