د پاکستان په سينټ کې د پيپلز ګوند سنيټر فرحت الله بابر ويلي دي چې که حکومت د دې هيواد پر آيين عمل کول غواړي نو بيا دي په افغانستان کې له فعاله وسله والو ډلو سره خپلي ادعا شوې اړيکي وشلوي.
پراګ: د پاکستان په سينټ کې د پيپلز ګوند سنيټر فرحت الله بابر ويلي دي چې که حکومت د دې هيواد پر آيين عمل کول غواړي نو بيا دي په افغانستان کې له فعاله وسله والو ډلو سره خپلي ادعا شوې اړيکي وشلوي.
فرحت الله بابر دا خبره د جمعې په ورځ په سينټ کې د پاکستان د بهرنۍ تګلارې پر موضوع په روان بحث کې کړې ده.
د حزب اختلاف نورو سنيټرانو هم پر حکومت ږغ کړی دی چې د پاکستان په ګاونډيو هيوادونو کې راغلو بدلونونو ته په پام سره دي د ملک بهرنۍ تګلارې ته له سره کتنه وکړي.
د مشال راډیو عبدالحي کاکړ له فرحت الله بابر سره مرکه کړې ده او په سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې ده پخپله وينا کې کومې بنيادي خبرې راپورته کړې؟