د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان له سفير او مستقل استازي ظاهر طنين سره احمد شاه اعظمي مرکه کوي.
زه فکر کوم چې افغانستان، زموږ ګاونډیان او نړیواله ټولنه په دې پوه شوي دي چې سولې او امنیت ته خطر د افغانستان په پولو کې نه دی بند. موږ له سیمه ییز ګواښ سره مخامخ یو، پټنځایونه له افغان پولو دباندې دي.
د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان سفير او مستقل استازی ظاهر طنين وايي، دا حقيقت منل شوی چې د طالبانو او حقانې شبکې په ګډون يو شمېر وسله والې ډلې د پاکستان پر خاوره له پټنځايونو دوامداره ګټه اخلي. نوموړی زياتوي، افغان مشران او د پاکستان اوسني او پخواني مشران هڅه کوي چې د دې مسلې حل پيدا کړي چې دا ډول په افغانستان کې د سولې لپاره لاره هواره شي. له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د همکارۍ په هکله نوموړی وايي چې تر ۲۰۱۴م کال وروسته به نړيواله ټولنه د افغانستان ملاتړ ته په نوې بڼه دوام ورکوي. له ښاغلي طنين سره په نيويارک کې زموږ همکار احمد شاه اعظمي مرکه کړې چې لاندې يې تاسو لوستلای او اورېدلای شئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
له ښاغلي ظاهر طنین سره د احمد شاه اعظمي مرکه
مشال راډيو: تر ۲۰۱۴م کال وروسته د افغانستان او نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امريکا تر منځ بايد څنګه همکاري وي؟
ظاهر طنین: د ناټو غړو هیوادونو، هغو هیوادونو چې له افغانستان سره یې ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي او له مرستندویه هیوادونو له خوا له افغانستان سره د همکارۍ ژمنې شوې دي چې دا هیواد په خپلو پښو ودروي، چې افغانستان په پوځي او نا پوځي دواړو توګو په خپل ځان تکیه شي. دا ژمنې په ۲۰۱۱ز کال کې په لېزبن او بیا په ۲۰۱۲ز کال کې په شېکاګو کې شوې وې. دا مرستې به تر ۲۰۱۴ز کال وروسته تر یوې لسیزې کېږي چې موږ ورته د افغانستان د بدلون لسیزه وایو. نو چې دې ته موږ ګورو نو د اړیکو نوعیت او بڼه به د اوسنۍ هغې په څېر نه وي. نړیواله ټولنه به د افغانستان ملاتړ ته په نوې بڼه دوام ورکوي. یانې د یوې لسیزې پر مهال چې هغوی په افغانستان کې په فوق العاده ډول موجود ول، هغه موجودیت به نور نه وي. هو، خلک خبرې کوي چې په افغانستان کې به [تر ۲۰۱۴ز کال وروسته] حالات څنګه وي او هغه به په څه ډول له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر اړیکو اغېز ولري. خو افغانانو او نړیوالې ټولنې ته دا واضحه ده چې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته، د بدلون یا د افغانستان د بدلو حالاتو په لسیزه کې، به موږ دا اړیکي په نوي ډول، نوې بڼه جوړوو.
مشال راډيو: افغان ولسمشر حامد کرزی هر وخت وايي چې د افغانستان شخړه کورنۍ نه بلکې تر ډېره حده بهرنۍ بڼه لري. یانې دا ګډوډي او جنجال له نورو خواوو راغلی دی. هغه وايي، که بهرنیان، په ځانګړي ډول امریکا او پاکستان وغواړي نو ثبات راتلای شي. ستاسو په اند، ایا په تېرو ۱۲ کالونو کې افغانستان توانېدلی دی چې نړیواله ټولنه په دې همنظره کړي؟
ظاهر طنین: افغان ولسمشر حامد کرزي په بیا بیا په سیمه کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ په سرچینو او لاملونو غږېدلی دی. هغه په وار وار ویلي دي چې د سیمې یا نړۍ سولې ته ګواښ له افغان کلیو نه دی ورپېښ. زه فکر کوم چې افغانستان، زموږ ګاونډیان او نړیواله ټولنه په دې پوه شوي دي چې سولې او امنیت ته خطر د افغانستان په پولو کې نه دی بند. موږ له سیمه ییز ګواښ سره مخامخ یو، پټنځایونه له افغان پولو دباندې دي. دا پټنځایونه د افغانستان او پاکستان امنیت ته ګواښ دي. په سیمه کې د ترهګرو شبکو موجودګي د ټولې سیمې او نړۍ امنیت ته خطر ولاړوي. نو زه دا فکر کوم چې نړۍ د افغان مشرتابه دا اصرار مني چې ګواښ سیمه ییزه بڼه لري. نو یوازې افغانستان او پاکستان نه، بلکې ناټو هم له تېرو ۱۲ کالونو راهیسې، د ثبات راوستو په مشکلو هڅو کې سره شریک دي.
مشال راډیو: سفیر صاحب، داسې انګېرل کېږي چې د افغان طالبانو او ځینې بهرنیو وسله والو ډلو ځالې یا پټنځایونه په پاکستان کې دي. نړیواله ټولنه ولې نه ده توانېدلې چې پاکستان قانع کړي چې د دغو وسله والو پر ضد کوټلي ګامونه واخلي یا یې له خپلې خاورې وباسي؟
ظاهر طنین: د پټنځایونو موجودګي اوس د اختلاف موضوع نه ده. پخوا به موږ ته ویل کېدل چې د افغانستان له پولو دباندې ځالې نشته. خو موږ ته مالومه وه او اوس دا حقیقت منل شوی دی چې طالبان او اړونده یا ورپورې تړلې ډلې له حقاني شبکه، د افغانستان له پولو دباندې، د پاکستان پر خاوره له پټنځایونو دوامداره ګټه اخلي. په عین وخت کې، افغان مشران، د پاکستان پخواني او اوسني مشران هڅې کوي چې د دې مسلې حل پیدا کړي. د کابل اندېښنو په اړه اقدامات هم شوي ول. د افغانستان مشرتابه هغه هر څه چې ممکن او اړین ول ویې کړل چې په یو ډول دا لار را وایستل شي چې دواړه هیوادونه د ترهګرۍ او طالبانو ګواښ، او په سیمه کې د بې ثباتۍ یوه چاره وکړي. که دا د دوړاو هیوادونو تر منځ د خبرو لار وه، او یا په سیمه او نړیواله توګه د درې هیوادونو د خبرو له لارې وه، نو دا کار افغانستان له بېلا بېلو لارو د کولو هڅه کړې ده. زما په فکر موږ د همکارۍ تر لاسه کولو لپاره یوه موقع هم نه ده ضایع کړې. د دواړو هیوادونو (افغانستان و پاکستان) تر منځ د خبرو موضوع تل همکاري او سوله وه. زه فکر کوم په دې ترځ کې باید نور کار هم وشي. د پاکستان له نوي حکومت او د پوځ له نوي مشره د کابل هیله د سولې د خبرو بیا پیلول دي چې له اوږدې مودې د ځنډ ښکار دي.