د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي سوډان کې د پوځ او ملېشو ترمينځ نښتو کې ښايي سلګونه عام خلک وژل شوي وي


د سوډان پوځيان د تېلو د تصفيې د يو مرکز تر ازادولو وروسته خوشحالي کوي ـ انځور له ارشيفه
د سوډان پوځيان د تېلو د تصفيې د يو مرکز تر ازادولو وروسته خوشحالي کوي ـ انځور له ارشيفه

ملګري ملتونه وايي، کېدای شي چې په سوډان کې د پوځ او ملېشو ترمينځ په نښتو کې په سلګونه عام او بې وسلې خلک وژل شوي وي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاند سیف مګانګو د اکتوبر پر ۳۱مه په جېنېوا کې خبریالانو ته وويل، دا په داسې حال کې ده چې ملېشه ځواکونو د سوډان له پوځ څخه د هغوی وروستی قوي مرکز ګڼل کېدونکی الفشیر ښار هم نیولی دی.

په بیان کې راغلي دي چې ملېشه ځواکونو په لوېديزه سیمه دارفور کې پروت دا ښار د پوځ له ۱۸ میاشتنۍ ولکې وروسته د اکتوبر پر ۲۶مه نيولی وو.

په بیان کې راغلي، دوی اټکل کوي چې په دې ترڅ کې به په سلګونه عام او بې وسلې کسان وژل شوي وي.

سیف مګانګو دا هم ویلي دي چې د جګړې له سیمې ژوندي وتلو خلکو ورته ویلي چې د ملېشه ځواک غړو لږ تر لږه پر ۲۵ مېرمنو ډله ییز جنسي تېری کړی دی.

ملېشه ځواکونو په دې اړه لا څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې د عام ولس د وژلو تورونه رد کړي بلکې پوځ یې په ورته کړنو تورن کړی دی. د پوځ له خوا په دې اړه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG