د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان ايران ته په ماتې ورکولو سره د فوټسال د اسیایي لوبو اتلولي ګټلې ده


د افغانستان تر ۱۷ کلنۍ د کم‌ عمره ځوانانو د فوټسال ملي لوبډلې غړي ـ انځور له ارشيفه
د افغانستان تر ۱۷ کلنۍ د کم‌ عمره ځوانانو د فوټسال ملي لوبډلې غړي ـ انځور له ارشيفه

د افغانستان تر ۱۷ کلنۍ د کم‌ عمره ځوانانو د فوټسال ملي لوبډلې د اسیايي لوبو اتلولي ګټلې ده.

د اکتوبر پر ۳۰مه په بحرين کې د اسيايي سياليو د پايلوبې پر مهال افغان لوبډلې ایران ته د يوه په مقابل کې په دوه ګولونو ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

د افغانستان لپاره د لوبې په لومړي میدان کې لوبډلمشر عباس حیدري په ۱۶مه دقیقه کې ګول وواهه. دویم ګول بيا علي احمدي په دویم میدان کې د کارنر ضربې څخه په ګټې اخیستنې ترسره کړ.

بلخوا ایرانۍ لوبډلې یوازې یو ګول ترسره کړای شو او لوبه پر دوه ـ يو پای ته ورسېده.

دا په اسیايي لوبو کې د افغانستان د فوټسال لوبډلې لومړنۍ اتلولي ده.

افغانستان په دې اتلولۍ کې په پرله‌ پسې ډول ازبکستان، بحرین، چین او تایلنډ ته تر ماتې ورکولو وروسته په پايلوبه کې ایران هم مات کړ.

د اتلولۍ تر ګټلو وروسته د افغانستان په پلازمېنه کابل، هرات او ګڼو نورو ښارونو او سیمو کې خلکو د شپې جشنونه وکړل او د افغان ځوانانو اتلولي یې ولمانځله.

XS
SM
MD
LG