رازق فهیم د معیاري تخلیق پلوی لیکوال او شاعر دی
رازق فهیم وايي یو لیکوال باید د تخلیق پر مهال معیار ته ډېره پاملرنه وکړي. نوموړی پخپله هم خپلې لیکنې د هنر او ځان سانسورۍ په زرکنډه د بار بار تللو نه وروسته ولس ته وړاندې کوي. هغه په دې باور دی چې شعر، نثر او یا د هنر هر بل ژانر باید هله نندارې ته وړاندې شي چې تخلیقوونکی یې سل په سله دا باور ترلاسه کړي چې په فنپاره کې یې خو نشته. رازق فهیم د هغو کسانو له ډلې دی چې یوازې شاعري نه کوي بلکې ژوند ته هم د یو شاعر په سترګو ګوري. د رازق فهیم له ژوند او کاره په دې مرکه کې خبرېږو.