په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بګرام هوایي اډې د ورسپارلولو په اړه د امریکايي ولسمشر خبرو ته په رسمي غبرګون کې ویلي چې د افغانستان خپلواکي ورته اصلي لومړیتوب دی.
د طالبانو حکومت له درې ورځني ځنډ وروسته د سېپټېمبر پر ۲۱مه د بګرام هوایي اډې په اړه د امریکایي ولسمشر ډانلډ ټرمپ تازه څرګندونو ته رسمي غبرګون ښوولی دی.
دوی ویلي، امریکا باید له هغه څه چې دوی "د تېرو ناکامو تجربو تکرار" بللی، ډډه وکړي او واقعبینانه تګلاره خپله کړي.
د طالبانو حکومت د سېپټېمبر پر ۲۱مه په یوه بیان کې چې مرستیال ویاند حمدالله فطرت خپو کړی، که څه هم د بګرام هوایي اډې یادونه نه ده کړې، خو ویلي یې دي، دوی لپاره د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا له هر څه زیات اهمیت لري.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د سېپټېمبر پر ۲۰مه پر خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل په یوه بیان کې ګواښ کړی وو چې که افغانستان د بګرام هوايي اډه هغه چا ته چې جوړه کړې یې ده، یعنې امریکا ته ونه سپاري، نو بدې پېښې به رامنځ ته شي.
ټرمپ ویلي دي چې امریکا هڅه کوي دا اډه بېرته ونیسي ځکه د ده په وینا، طالبان له امریکا څخه ځینو شیانو ته اړ دي.
هغه نور جزییات نه دي ورکړي او سپینې ماڼۍ هم په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو ښاغلي ټرمپ مخکې هم ویلي ول چې هڅه کوي د بګرام هوايي اډه بېرته ونیسي او دلیل یې دا ورکړی وو چې دا اډه د چین د اټومي وسلو تاسیساتو ته نېږدې ده.
نوموړي په تېرو څو ورځو کې بیا بیا امریکا ته د بګرام هوايي اډې د سپارلو په اړه جدي څرګندونې کړې دي او د سژپټېمبر پر ۱۸مه یې په لندن کې د برتانیا له وزیراعظم کایر سټارمر سره د لیدو پر مهال هم ورته ټینګار کړی وو.
د امریکايي ولسمشر استدلال دا دی چې دا سیمه له هغه ځایه چې چین اټومي وسلې پکې جوړوي، یوازې یو ساعت فاصله لري.
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د سېپټېمبر پر ۱۹مه راپور ورکړی وو چې امریکايي چارواکو د تروریزمترهګرۍ په اړه د طالبانو له مشرانو سره خبرې کړې دي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، امریکا باید د دوحې تړون ته هم ژمنه پاته شي ځکه د خبرپاڼې په ټکو هغه تړون کې امریکا ژمنه کړې چې"د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد له ځواک او ګواښ څخه کار نه اخلي او نه به یې په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي".
د دوحې تړون د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه لاسلیک کړ، خو مخکې په وار وار طالبانو او امریکا یو بل د دغه تړون په سرغړونه تورن کړي دي.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد ویلي چې د ترهګرۍ ضد د ګډو عملیاتو لپاره د بګرام د هوايي اډې د کارولو امکان شته.
خلیلزاد چې تازه د بندیانو او برمته شویو د تبادلې په هدف کابل ته سفر کړی و، د سېپټېمبر پر ۲۰مه پر اېکس شبکه لیکلي، که د زندانیانو او برمته شویو کسانو په مسله کې جوړجاړی کیږي، نو دا احتمال شته چې د نورو هوکړو پړاوونه به هم پيلېږي.
هغه ویلي چې "د وخت په تیرېدو، د زیاتې امنیتي همکارۍ او د ترهګرۍ ضد ګډو عملیاتو لپاره زه د بګرام اډې د کارونې مسله نه ردوم." خو هغه ټینګار کړی چې دا مسله به ننګونې ولري.
د بګرام هوايي اډه چې د کابل د شمال په څلوېښت کیلوميتره واټن کې پرته ده په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد په مرسته جوړه شوې، خو په تېرو دوو لسیزو کې امریکايي پوځیانو په پراخ ډول کار ترې اخیست.
دا اډه د ۲۰۲۱ کال په جولای میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې د ګډوډۍ له پېښېدو یوازې څو اونۍ مخکې د افغانستان د هغه مهال حکومت ته وسپارل شوه.
د همدې کال د اګست پر ۱۵مه نېټه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته واشنګټن د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره خپل ښکاره اړیکي یوازې د برمته وو د خوشې کولو لپاره د خبرو ترحده محدود کړل.
افغانستان اوس مهال په نړیواله کچه يوازې دی او د اقتصادي فعالیتونو، د بهرنیو مرستو او د خصوصي پانګونو د ترلاسه کولو په چارو کې له ستونزو سره مخامخ دی.
ولسمشر ټرمپ له دې مخکې د پاناما کانال او ډنمارک د ګرینلنډ ټاپو په ګډون د نړۍ د ځینو نورو سیمو د نیولو یا د هغو د پېرلو په اړه هم خبرې کړې وې او همداراز ویلي یې وو، چې غواړي کنېډا د امریکا ۵۱م ایالت وي چې دې څرګندونو د دې هېوادونو سخته غوصه پارولې وه.