افغانستان په شارجه کې د درې اړخیزه ۲۰ اووره سیالیو په یوه لوبه کې پاکستان ته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه.
د دواړو لوبډلو ترمینځ دا لوبه د سېپټېمبر په دویمه د شارجې په لوبغالي کې ترسره شوه. افغانستان د لوبې د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په زیان ۱۶۹ منډې وکړې.
د افغانستان له غاړې ابراهیم ځدراڼ ۶۵ او محمد صدیق اتل ۶۴ منډې وکړې. د پاکستان په توپ اچوونکو کې فهیم اشرف ښه وځلېد، هغه د افغانستان څلور لوبغاړي اوټ کړل.
پاکستان ته د لوبې د ګټلو لپاره د ۱۷۰ منډو ضرورت وو خو هدف یې پوره نه کړای شو او په ۲۰ اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په زیان ۱۵۱ منډې وکړې. د پاکستان له غاړې حارث رووف ۳۴ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له غاړې فضل حق فاروقي، راشد خان، محمد نبي او نور احمد دوه دوه لوبغاړي اوټ کړل.
په شارجه کې د درې اړخیزه ۲۰ اووره سیالیو بله لوبه د سېپټېمبر په څلورمه نېټه د متحده عربي اماراتو او پاکستان ترمینځ کېدونکې ده. هغه لوبه به د پاکستان په وخت د شپې په اتو او د افغانستان په وخت د شپې په اوه نیمو بجو پیلېږي.
په روانه لوبلړۍ کې پاکستان او افغانستان تراوسه دوه دوه لوبې ګټلې دي او متحده عربي اماراتو بیا دوه لوبې بایللې دي. د لوبلړۍ د دوو غوره لوبډلو ترمینځ به د سېپټېمبر پر اوومه په پایلوبه کېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکو د اګست په پیل کې ویلي ول چې د دې درې اړخیزو لوبو هدف اسیایي جام ته چمتوالی دی چې ۱۱ ورځې وروسته په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي.
په هغو ۲۰ اووره سیالیو کې د افغانستان، پاکستان، هند، سري لنکا، بنګلادېش، عمان، متحده عربي امارات او هانګ کانګ ملي لوبډلې برخه اخلي.