د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنګلادېش خلکو د شېخ حسینې له واکه لرې کېدو کلیزه ولمانځله


د بنګلادېش خلک د شېخ حسینې واجد له واکه د لرې کېدو کلیزه لمانځي - د اګست پینځمې انځور
د بنګلادېش خلک د شېخ حسینې واجد له واکه د لرې کېدو کلیزه لمانځي - د اګست پینځمې انځور

د بنګلادېش په سر ښار ډاکه کې زرګونو خلکو د پخوانۍ وزیراعظمې شېخ حسینه واجد له واکه د لرې کېدو کلیزه ولمانځله.

د اګست پر پینځمه د بنګلادېش موقتي ولسمشر محمد یونس په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د راتلونکي ( ۲۰۲۶ز ) کال په پیل کې سوله ییزه، عادلانه او شفاف انتخابات ترسره کېدای شي. نوموړي ژمنه کړېده چې هېواد به یې زر ولسي واکمنۍ ته ستون شي.

د بنګلادېش پخوانۍ وزیراعظمې شېخ حسینه واجد په پلازمینه ډاکه او نورو ښارونو کې د مظاهرو او تاوتریخوالي وروسته د ۲۰۲۴ز کال د اګست پر پینځمه استعفا ورکړه او له هېواده ووتله.

XS
SM
MD
LG