د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ روسيې ته نږدې په سمندر کې د اوبتلونو ځای پر ځای کولو امر کړی


د امریکا اوبتل - د مارچ ۱۶مې انځور
د امریکا اوبتل - د مارچ ۱۶مې انځور

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي روسيې ته نږدې یې په سمندر کې په مناسبو سیمو کې د دوو اټومي اوبتلونو (ابدوزونو) د ځای پر ځای کولو امر کړی دی.

ټرمپ د اګست پر لومړۍ نېټه دا امر له هغې وروسته ورکړ چې د روسيې پخواني ولسمشر دیمیتري مېدوېدېف د جولای پر ۳۱مه په یو بیان کې د اټومي وسلو درلودونکیو هېوادونو ترمینځ د جګړې د خطر خبرداری ورکړ. نوموړي وویل، ټرمپ دې په یاد ولري چې مسکو د پخواني شوروي اتحاد له زمانې راهیسې د اټومي برید وړتیا لري.

ټرمپ د اګست پر لومړۍ نېټه په بیان کې وویل، د دیمیتري مېدوېدېف د خورا پارونکیو څرګندونو په ځواب کې یې دا ګام پورته کړی دی. هغه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، دا چې د روسيې یو پخواني ولسمشر دوی ته دړکه کړې ده نو هغه د خپل ولس د حفاظت په موخه دا امر کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین د جګړې په سر د امریکا او روسیې د مشرانو ترمینځ په دې وروستیو کې د سختو بیانونو تبادله شوې ده.

XS
SM
MD
LG