د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسراییلو دفاع وزیر وايي د ایران ستر مذهبي مشر یې واژی خو ځای یې ورته معلوم نه وو


د اسراییل د دفاع وزیر اسراییل کاټز. (انځور: ارشیف)
د اسراییل د دفاع وزیر اسراییل کاټز. (انځور: ارشیف)

د اسراییلو د دفاع وزیر وايي هېواد یې غوښتل چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي له منځه یوسي خو موقع یې ورته پیدا نه کړله.

د ټایمز اف اسراییل رسنۍ د راپور له مخې اسراییل کاټز ویلي، کله چې یې هېواد د ایران پر ضد جګړه پیلوله دا ورته نه وه معلومه چې امریکا به یې په ننګ ودرېږي او کنه؟ هغه دا هم ویلي چې اسراییلو ته دم ګړۍ دا نه ده معلومه چې د ایران د یورانیو زېرمې چېرې دي؟ خو که اړتیا یې ولیدل شوه دوی به یو وارې بیا پر ایران بریدونه وکړي.

اسراییل کاټز وايي، که د خامنايي څرګ ورته لګېدلی وای، ارو مرو یې له منځه وړو. هغه وايي اسراییلو ډېره پلټنه وکړه چې د خامنايي ځای ځایګی معلوم کړي خو داسې موقع ورته ترلاسه نه شوه.

د نوموړي په وینا خامنايي په دې هرڅه پوی شوی وو ځکه خو یې د ځمکې په تل کې په ډېر ژور ځای کې ځان پټ کړی وو، له قوماندانو سره یې ټولې اړیکې شکولې وې او همدا حکمت عملي یې په کار راغله او سر یې خوندي وویست.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران او اسراییلو ترمینځ د جګړې پر مهال د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي وو چې هغوی ته د ایت الله علي خامنايي د پټېدو ځای معلوم دی خو دم ګړۍ ته یې په نخښه کول نه غواړي.

XS
SM
MD
LG