د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د یو لوړپوړي پلاوي په ملتیا د متحده عربي اماراتو ابوظهبۍ ته رسېدلی دی.
د وزيراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې شهباز شريف د جون په ۱۲مه ابوظهبۍ ته ورسېد.
له نوموړي سره په دې پلاوي کې د پاکستان د پوځ مشر فيلډ مارشال عاصم منير ، محسن نقوي او اسحاق ډار هم شامل دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر ويلي دي چې وزيراعظم شهباز شریف به په دې سفر کې د متحده عربي اماراتو له مشر شېخ محمد بن زاید النهیان او نورو لوړپوړو چارواکو سره په دوه اړخيزو، سيمه ييزو او نړيوالو چارو خبرې کوي.
یاد وزارت زياتوي چې دا سفر به د دواړو خواوو ترمنځ ګڼ اړخيزه همکاري لا پسې زياته کړي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف او د هغه هېواد سرلښکر فيلډ مارشال عاصم منير د مې له ۲۵مې راهیسې، د يو پلاوي په ملتيا د ترکیې، ایران، اذربايجان او تاجکستان په دوره دي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د دې سفرونو مقصد له هند سره د دوی له تازه جګړې وروسته د سیمه ییزې همکارۍ جلبول ښوولي دی.