د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د ۱۲ هیوادونو پر وګړو د ویزو بندیز د جون له نهمې عملي کوي


ولسمشر ټرمپ د دغه فرمان هدف له «بهرنیو ترهګرو» د امریکا خوندي کول یاد کړي دي.
ولسمشر ټرمپ د دغه فرمان هدف له «بهرنیو ترهګرو» د امریکا خوندي کول یاد کړي دي.

امریکا ته د ۱۲ هېوادونو د وګړو پر سفر د بندیز په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ فرمان د جون له نهمې عملي کېږي.

ولسمشر ټرمپ د دغه فرمان هدف له "بهرنیو ترهګرو" د امریکا خوندي کول یاد کړي دي.

افغانستان، ایران، میانمار، چاډ، کانګو جمهوریت، استوایي ګینه، اېرېټېریا، هېټې، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن په دغه سفري بندیز کې شامل دي.

خو د امریکا د دایمي استوګنې یا ګرین کارډ‌ درلودونکي او هغه کسان چې له مخه یې د امریکا ویزه ترلاسه کړې وي له بندیزونو معاف دي.

هغه افغانان چې د امریکا په تمویل شویو پروژو کې کار کړی له دغو وروستیو تحولاتو اندېښمن دي.

دوی وايي چې د سفر دا بندیز ممکن دوی بیرته خپل هیواد ته د تلو لپاره اړ کړي او دوی وايي طالبان ممکن غچ ترې واخلي.

XS
SM
MD
LG