په افغانستان کې د واکمنو طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند یو ځل بیا پر دې ټینګار کړی دی چې ګواکې د دوی د حکومت له خوا په ټول هیواد کې عمومي عفوه عملي ده.
ملا محمد حسن اخند د جون پر اوومه د لوی اختر په لومړۍ په ارګ کې د اختر له لمانځه وروسته په وینا کې پر هغو افغانانو غږ وکړ چې له هېواده بهر تللي دي چې خپل وطن ته دې ستانه شي.
نوموړي وویل، "دغو خلکو ته زه دا وینا په ډاګه کوم، بېرته دې خپل ملک ته راشي چې ۳۰ کاله یا ۲۰ کاله له امریکانو سره یې خدمت کړی دی، د هغوی د ګټو لپاره جنګېدلي دي، اسلامي نظام یې تخریب کړی دی، را دې شي، موږ چې وس مو کار کوي، زهیروو یې نه، ازارنه ورکوو، تکلیف نه ورکوو، امیر المومنین ټولو ته عفوه وکړه."
د طالبانو د حکومت ريیس والوزرا دا څرګندونې پر داسې مهال تکرار کړې دي چې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د پخوانیو پوځیانو په نښه کېدو په اړه په پرلپسې توګه خبرونه مخې ته راځي.
یو شمېر پخوانیو پوځیانو له مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې طالبان د عمومي عفوې فرمان ته ژمن نه دي او په افغانستان کې د تېر حکومت کارکوونکي اوس هم په نښه کېږي.
په ایران کې مېشت یو پخواني عسکر د نوم نه خپرولو په شرط له مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې څلور پخواني افغان سرتیري او د هغوی ملګري چې په دې وروستیو کې له ایرانه اېستل شوي وو په جوزجان ولایت کې وژل شوي دي.
حاجي اختر محمد یې دوه ورځې مخکې شهید کړ او نور زموږ ملګري وو چې هغوی یې هم شهیدان کړل، د دوی پر هېڅ خبرې باور نشتهایران کې میشت یو پخوانی افغان سرتیری
نوموړی وايي، "هغه کسان چې په ایران کې وو، بېرته ستانه شول او په دې باور وو چې عمومي عفوه ده، حاجي اختر محمد یې دوه ورځې مخکې شهید کړ او نور زموږ ملګري وو چې هغوی یې هم شهیدان کړل."
نوموړي زیاته کړه چې د طالب چارواکو "پر هېڅ خبرې باور نشته او د منلو نه ده".
له دې مخکې هم په ایران کې مېشتو یو شمېر پخوانیو افغان پوځیانو له مشال راډیو سره په خبرو کې دا ادعاوې کړې وې.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم د جون پر شپږمه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي وو چې د افغان امنیتي ځواکونو څلور پخواني غړي چې په دې وروستیو کې له ایرانه ستانه کړل شوي وو، د طالبانو له خوا د عمومي عفوې اوامنیت له ادعاوو سره سره، د هغه په ټکو، له غچ اخیستنې او ناقانونه وژنو سره مخ شوي دي.
نوموړي دا هم ویلي وه چې افغانستان یوازې د طالبانو لپاره امن دی. خو د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ مه بیا پر افغانستان واکمن شول، د دوی مشر ملا هبت الله اخندزاده د عمومي عفوه فرمان ورکړ خو له دې فرمان سربېره، د افغانستان ډېری پخواني امنیتي ځواکونه له هېواده تېښتې ته اړ شول او د ایران او پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو کې یې پناه وروړه.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو بېلابېلو نړیوالو سازمانونو د طالبانو له خوا د پخوانیو افغان پوځیانو د نیولو، شکنجو، وژلو او ان په زوره د ورکېدو راپورونه خپاره کړي دي.