د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي د کابینې درې غړي به یې د جون پر نهمه په لندن کې له چینایي چارواکو سره د سوداګرۍ د تړون په اړه خبرې وکړي.
ولسمشر ټرمپ د جون پر شپږمه پر خپله خواله رسنۍ « سوشل ټرت» ولیکل چې د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ، د سوداګرۍ وزیر هاورډ لوټینک او د امریکا د تجارتي چارو استازی جیمیسن ګریر به په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د امریکا ولسمشر دا هم لیکلي چې دا غونډه باید ډيره ښه ترسره شي.
دا غونډه له هغه یوه ورځ وروسته پلان شوه چې ډونالډ ټرمپ د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د دواړو مشرانو ترمنځ په یوه نادره تلیفوني اړیکه کې خبرې وکړې.
که څه هم امریکا او چین په دې وروستیو کې د ځینو سوداګریزو تعرفو د بیرته راګرځولو لپاره د ۹۰ ورځو تړون لاسلیک کړ، خو دې لنډمهاله تړون د نړۍ د دغو دوو سترو اقتصادي قدرتونو ترمنځ راپیدا شوې پراخې تجارتي اندیښنې پای ته نه دي رسولي.