د اوکراین او روسیې استازي د سولې خبرو لپاره د ترکیې استانبول ته رسېدلي او غونډه یې پیل کړې ده. دا له هغه څو ساعته وروسته ده چې دې هیوادونو یو پر بل د بې پیلوټه الوتکو پراخ بریدونه وکړل.
رويټرز خبري اژانس ليکي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان د جون پر دویمه د غونډې د پرانستې پر موقع وويل چې په نننۍ غونډه کې به د اوربند په اړه د دواړو هېوادونو د شرایطو ارزونې ته دوام ورکوي.
نوموړي زياته کړه چې دوي پلان درلود چې د مشرانو د غونډې لپاره د چمتووالي په اړه هم بحث وشي. بل لور د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي چې د یوې غونډې لپاره لیتوانیا کې دی وايي، که د استانبول له خبرو ''هېڅ ترلاسه نه شي'' نو روسیه باید له نویو بندیزونو سره مخامخ شي.
له دې مخکې وړمه شپه روسیې پر اوکرایین ګڼ هوايي او ميزايلو بریدونه وکړل او ورپسې د جون پر لومړۍ نېټه اوکراین د روسیې په خاوره کې ډېر دننه پر پوځي اډو د ۱۱۷ ډرونونو بریدونه وکړل.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم د روسیې او اوکراین ترمنځ په استانبول کې د سولې خبرې اترې شوې وې خو د جنګي بندیانو له یوې تبادلې پرته یې کوم د پام وړ بدلون رامنځته نه کړ.