په پاکستان کې خلک په پارلېماني انتخاباتو کې ووټ اچوي
۱۷
تر انتخاباتو یوه ورځ مخکې د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه کلا سیف الله کې د جمعیت علمای اسلام (ف) د نوماند انتخاباتي دفتر ته څېرمه په چاودنه کې ۱۰ تنه ووژل او یوشمېر ژوبل شول.
۱۸
په کوټه کې مرستندویه کارکوونکي د فبرورۍ اوومې په چاودنه کې ژوبل کس د روغتون د بیړنیو طبي خدماتو څانګې ته لېږدوي.
۱۹
په پېښور ښار کې د بېلابېلو نوماندانو انتخاباتي اشتهارونه لګېدلي دي.
۲۰
په سوات کې انتخاباتي چارواکې تر ووټ کارولو مخکې د یوې ښځې ګوته رنګوي.