د وږمې فېروز ژوند او کار ته کتنه
دا اوونۍ مو وږمه فېروز مېلمنه ده. نوموړې په دې وروستیو کې د مذهبي ازادي یا مذهبي رواداري په اړه د وړو فلمونو په یوه سیالي کې لومړی مقام ګټلی. د هغې شاوخوا څلور منټه دستاویزي فلم په دې جوړ دی چې یوه مسیحي ښځه څرنګه په سوات کې د ښځو ارایش ګاه (بیوټي پارلر) چلوي او پکې کارکوونکي نجونې له مختلفو مذهبونو سره تعلق ساتي. دوی بیا څنګه د مینې، محبت او یو والي په ماحول کې کار کوي. له وږمې سره زموږ همکارې ملیحې امیرزاده خبرې کړې دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
مارچ ۰۱, ۲۰۲۲عذرا په خپلې شاعرۍ کې د مېرمنو د حقونو پالنه کوي.
-
دسمبر ۰۹, ۲۰۲۱د باجوړ حمیده په هالینډ کې خپل کاروبار چلوي
-
اکتوبر ۰۹, ۲۰۲۱مهرالنسا اکبر وايي، د استاد ښه رویه ماشومانو لپاره اړینه ده
-
اکتوبر ۰۲, ۲۰۲۱سلګۍ غزل خپله شاعري ټولو ته رسول غواړي
-
اکتوبر ۰۱, ۲۰۲۱د ښځو ځواکمنولو ادارې کارمنده ښایسته یاسمین مو مېلمنه ده
-
سپټمبر ۰۹, ۲۰۲۱لوبې خوداعتمادي، د وطن مینه او زغم پیدا کوي: ګلنار خټک