د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن ـ بولدک لارې تړلو ضد پرلت ۳۳مې ورځې ته وواښت


په چمن کې پرلت دوام لري
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:38 0:00

په چمن کې پرلت دوام لري

د بلوچستان په چمن ښارګوټي کې د افغانستان-پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ لارې بندېدو پرضد د سیاسي ګوندونو ټلوالې او سوداګرو پرلت نن ۳۳ مه ورځ هم روان دی. د پرلتوالو وینا ده چې تر هغو به احتجاج روان وي چې د چمن ـ بولدک لار د تجارت او تګ راتګ لپاره په بشپړه توګه نه وي پرانستل شوې.

دوی وايي د لارې له تړل کېدو څخه په سیمه کې بې روزګاري او نا امنۍ زیاتې شوې دي.

د چمن سوداګرۍ خونې یو مرکزي مشر حاجی عبدالباری ادرکزی وايي، نه یوازې پاکستاني سوداګر له سختو مالي مشکلاتو سره مخامخ دي بلکې د افغانستان د وچو او لمدو مېوو مالدارن هم له لویو نقصانونو سره مخ دي.

نوموړی زیاتوي، ''په چمن او قلعه عبدالله کې بې له تجارته بل هېڅ کاروبار نسته، دلته نه زراعت سته، نه صنعت سته او نه هم معدنیات سته. زموږ د علاقې کاروبار صرف د بارډر پر تجارت دی چې له بده مرغه له څلور میاستو راهیسې بند دی. د پاک -افغان سرحد د بندش په نتیجه کې ۸ زره کنیټرونه په کراچۍ او چمن کې ولاړ پاته دي. له دې ځنډه د روزانه په حساب په کروړونو روپۍ تاوان کېږي. د دې ترڅنګ د ایکسپورټ په سلګونه ګاډیانې ولاړې دي چې په هغه کې مالونه پراته او مخ پر خراپېدو دي. دغه ډول له افغانستان سره امپورټ او ټرانزیټ په بشپړه توګه بند دی.''

بل لور ته د پرلت او ولسي جرګې مشرانو د بلوچستان حکومت هغه وړاندیز رد کړی دی چې د پاکستان او افغانستان د پولې د بندیز څخه چې وړو سوداګرو یا هغه خواريکښانو ته چې د ورځې په حساب پر پوله واړه توکي وړي راوړي هغوی ته به تر احساس پروګرام لاندې مرستې ورکول کېږي.

د پشتون ولسي جرګې چمن یو مشر حاجي خدای میر اکا وايي چې دوی نه د حکومت باچاهي غواړي او نه هم نورې مرستې. حکومت دې د دوی لپاره په زغزده دروازه خلاصه کړي چې دوی خپلځان او ایال ګوله ډوډۍ پیدا کړي.

دی وايي، ''په لکو انسانان دي اوهرسړی خپله روزي پیدا کوي او خپل ایال له وچه ډوډۍ ګټي. موږ ته هېڅوک هېڅ نه سي راکولی، دا درواغ دي چی حکومت به یې راکوي. وچ کلک به موږ ته دروازه راخلاسه وي او یا دي موږ ته لاره راکړي چې موږ له دې ملک څخه په خوشحالۍ او ورورګلوي ووځو. نه جنګ کوو نه پاکستان خرابه وو. موږ و حکومت ته دا وايو چې زموږ خلک دې بېځایه نه ځعلوي، موږ ته دې دروازه راخلاصه کړي چې د خلګو روزي پیدا شي. زموز په سلګونه کسان هلته ناروغه او پر مرګ پراته دي، زنانې پر اولاد ناروغه دي. خلګ ټي بي او د زړه والونه یې بند دي. دوی دروازه تړلې ده، هغه به راتلو یا به یې ډوډۍ پیدا کوله، هسپتال ته به تلو یا بل ځای تلو، په رېګو کې پراته دي.''

د پرلتوالو غوښتنه ده چې نه یوازې دې د چمن ـ بولدک لار خلاصه شي بلکې په چمن کې قرنطین مرکز، له چمنه تر کوټې دې چېک پوسټونه ختم کړل شي.پولیس، لیویز او اېف سي دې پر دې چیک پوسټو باندې عام ولس نه تنګوي.

بلخوا د بلوچستان کورنيو چارو وزیر میر ضیاء لانګو په مشرتابه کې حکومتي مذاکراتي کمیټۍ چې د چمن له سیاسي مشرانو، مخورو او د چمن سوداګرۍ خونې او د پرلت له سمبالونکو سره د جولای پر پنځمه نېټه لیدلي ول د هغه راپور یې په دوشنبه (جولای شپږمه) په کوټه کې اعلا وزیر جام کمال ته وسپارلی.

د یادونې ده چې د پاکستان وفاقي حکومت د کورونا وایرس له خپرېدو ورسته د مار چ میاستې پر دوهمه نېټه د افغانستان ـ پاکستان ترمنځ د چمن-بولدک لار د هر ډول تجارت او تګ راتګ پر مخ وتړله چې له کبله یې په زرګونه خلک دواړو غاړو ته بې روزګاره کړل ځکه خو له تېرو ۳۳ ورځو راهیسې پر پرلت دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG