د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا مېپ او جمعیت علما اسلام د چمن پولې تړل کېدو ضد احتجاج کړی 


پاکستانی عسکر د چمن پر پوله ولاړ دی
پاکستانی عسکر د چمن پر پوله ولاړ دی

کوټه – پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعیت علما اسلام غوښتنه کړې ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن تړل شوې پوله دې زر تر زره خلاصه کړل شي.

دا غوښتنه د یادو ګوندونو او تجارانو له خوا د جولايي پر درېیمه په چمن کې د شوې احتجاجي‌ غونډې پرمهال شوې ده.

د جمعیت علما اسلام مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي مولانا صلاح الدین ایوبي مظاهرې ته په وینا کې وویل چې په دې اړه یې په اسمبلۍ کې هم غږ پورته کړی دی.

ده وویل چې د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان هم په یو خبري غونډه کې دا موضوع راپورته کړې وه.

خو د ده په وینا ، بیا هم د کورونا وایرس په پلمه له تېرو څلورو میاشتو راهسې دا پوله تړلې ده چې په زرګونه خلک بې روزګاره دي.

ده وویل چې د خلکو د بې روزګاره کېدو ترڅنګ د چمن تجاران هم له سختو مشکلاتو سره مخامخ شوي دي.

مولانا صلاح الدین وویل ، “دا پوله د راولپنډۍ او اسلام اباد په څېر ده او دلته هره ورځ شاوخوا ۳۰ کسان اوړي را اوړي‌ او په دې کې زیاتره خلک د چمن دي‌ چې هر سهار بولدک ته ځي‌ او ماښام راځي.”

د پښتونخواملي عوامي ګوند د قامي اسمبلۍ پخواني غړي عبدالقهار خان ودان وویل چې په نړۍ کې یو ځاي هم له تیرو څلور میاشتو راهسې پولې نه دي تړل شوې او نه هم د پاکستان تر جوړیدو ورسته دغه پوله د دومره وخت لپاره کله هم بنده شوې ده.

نوموړي‌ له چارواکو د دې په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه چې دا لاره ولې تړل شوې ده.

قهار ودان وویل چې دا کار له یو پلان سره سم روان دی او هدف یې د دې ځای خلک بې روزګاره کول او له دې ځایه بارول دي.

د انجمن تاجران چمن مشر حبیب الله اڅکزي مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې دا لاره زر تر زره داسې خلاصه کړي‌ لکه څنګه چې د ۲۰۲۰م کال د مارچ تر دویمه نېټه وړاندې خلاصه وه.

د بلوچستان حکومت ویاند لياقت شاهواني په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې حکومت د یوې کمیټي د جوړولو په هڅه کې دی او هڅه کوي چي دا ستونزه د خبرو له لارې هواره کړي.

په دې اړه د وزیراعلا جام کمال په مشرۍ کې یو غونډه هم شوې ده او د دې لارې د تړل کېدو له کبله را پیدا شوي صورتحال جاج یې اخیستی دی.

پاکستاني حکومت د چمن او سپین بولدک ترمنځ پوله د مارچ پر دویمه له دې ګبله تړلې وه چې د دوي په وینا د کورونا وایرس د خپرېدو په مخنیوي کې مرسته وشي.

د حکومتي‌ چارواکو په وینا ، په دې تړل کېدو کې بیا وروسته څه نرمي شوې ده خو لا هم په پوره توګه نده خلاصه شوې.

د دې لارې تړل کېدو پرضد په چمن کې د سیاسي ګوندونو او تاجرانو له خوا له تېرو ۲۷ ورځو راهسې پرلت هم روان دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG