د پښتو او اردو ژبي شاعر ادیب او د پښتو اکاډمۍ کوټي پخوانی مشر سید عابد شاه عابد د ۸۳ کلونو په عمر نن سهار په کوټه کې ومړ.
هغه د پاکستان د نامتو هنرمند جمال شاه مشر ورور او د مجسمه ساز مبارک شاه پلار وو.
هغۀ د قلم، ټي وي سکرين، او ښووني او روزني له لارې ۵۵ کاله پرلپسې د پښتو ژبي او ادب خدمت وکړ. د پروفيسر سيال کاکړ په ملتیا يې په بلوچستان پوهنتون کښې د پښتو څانګې بنسټ کښېښود او د پښتو اکاډمۍ کوټي د تنظيمي، اداراتي او مالي امورو په باب يې په مستقل ډول کار وکړو.
د کوټي پوهنتوڼ د پښتو څانګي مشر پروفیسر برکت شاه مشال راډیو ته وویل چي عابد شاه عابد په شپږو جلا جلا وارو ۱۸ کاله د پښتو اکاډمۍ مشر پاته شوی دی.
د ده په وینا چيپښتو اکاډمۍ کوټه او پښتو څانګه بلوچستان پوهنتون د نوموړي د قدر وړ خدمتونو احسان مند او پوروړي دی.
عابد شاه عابد په کال ۱۹۹۸ کې د ۶۰ کلو په عمر کې کوټي پوهنتون څخه د پروفیسر په توګه ریټایرمنټ اخیستی او بیا په راډیو پاکستان او پي ټي وي کوټه کې د پښتو خبرونو برخې ایډیټر په توګه کار وکړ.
دغه ډول هغه د ماشومانو د علم او تربیه لپاره نه یوازې لیکنې کولې بلکه پر ټي وي ډرامه او کویز پروګرامونه هم وړاندې کول.
عابد شاه عابد نه یوازې په پښتو او اردو کې لیکنېې او شاعري کوله بلکه څو کتابونه یې هم لیکلي دي او د ولسي نظمونو کتاب یې ډېر مشهور دی.
د عابد شاه عابد د ژوند په اړه د هغه زوي مبارک شاه راته وویل چي د دوی د پښین د تورخېل سیدانو اوسېدونکی دی او په خټه اسماعیلزي سیدان دي خو د عابد شاه عابد پیدایش په کال ۱۹۳۷ کې د اګست په ۱۴ مه پهکوټه کې شوی وو.هغه لومړۍ زدهکړې په سپیشل های سکول کې کړې وې. خو د هغه پلار سید یار محمد شاه چې په پولیس کې وو نو د هغه له تبادلې سره به د عابد شاه عابد سکول او کالج هم زیاتره وخت وخت بدلېدی. هغه لوړي زدهکړي د کوټي په پوهنتون کې ترسره کړې وې.
عابد شاه عابد په پښتو او اردو ژبه کې په لیکنو او شاعرۍ جایزې هم وړې دي.
د فېسبوک تبصرې