د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د یو ځوان تر وژل کېدو وروسته پرلت پیل شوی


د پرلت ګډونوال
د پرلت ګډونوال

کوټه - د کوټې هزاره ټاون کې د نامعلومو کسانو په تشدد یو کس وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

ژوبل تنان دا مهال د کوټې په سیول روغتونو کې تر درملنې لاندې دي، خو روغتیايي‌ حالت یې ښه نه دی.

د بلوچستان د پولیسو مرستیال مشر عبدالرزاق چیمه د مې پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه تېر ماسختن شوې ده.

چیمه وايي، په دې پېښه کې یو ۲۳ کلن ځوان بلال احمد نورزی وژل شوی او هغوی ۱۱ کسان د شک په بنیاد نیولي دي.

هغه وايي، د سیمې د پولیسو مشر - ایس ایچ او - یې معطل کړی دی او د پېښې پلټنې روانې دي، خو تر دې مهاله د پېښې اصلي علت نه دی معلوم.

راپورونه وايي، د مې پر ۲۹مه چې پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل او زخمیان یې له تشدد کونکیو ژغورل نو ځینو نامعلومو کسانو پر هغوی هم برید وکړ چې په نتیجه کې یې ډي اېس پي ایاز حیدر او اېس اېچ او عزت الله هم ژوبل شول.

د وژل شوي او ټپي شوو کسانو خپلوانو پر جي پي او چوک احتجاج پیل کړی او غوښتنه کوي‌ چې په برید کې لاس لرونکي‌ ټول کسان دې ونیول شي.

د هزاره ډیموکرټیک ګوند مشر عبدالخالق هزاره مشال راډیو ته وویل چې دوي د دې برید غندنه کوي‌.

ده وویل پولیس باید په دې کې لاس لرونکي ټول ونیسي او له قانون سره سمه سزا ورکړي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG