کوټه - په بلوچستان کې د کورونا وایرس دوه نور ناروغان پیدا شوي دي. له دې سره په یاده صوبه کې د کورونا وهلو شمېر ۱۱۰ ته رسېدلی دی.
دا خبره د بلوچستان چیف سیکتري فضیل اصغر د مارچ پر ۲۳مه په کوټه کې د خبريغونډې پر مهال خبریالانو ته وکړه.
فضیل اصغر وویل چې له ایران څخه پاکستان ته د ستنېدونکو زایرینو لپاره په تفتان کې ۵ زره کوټې جوړېږي.
نوموړي زیاته کړه چې د دې ترڅنګ به په کوټه کې هم داسې ودانۍ جوړېږي چې ۱۰۰۰ کوټې به لري.
د ده په وینا د دې کار سر ته رسېده به درې کاله وخت اخلي.
نوموړي د کورونا وایرس پرضد کارکوونکو ډاکټرانو ستاینه وکړه او هیله یې وښودله چې حکومت به په دې میاشت کې د هغوي لپاره اضافي تنخا ورکړي.
فضیل اصغر زیاته کړه چې په کومه سیمه کې د کورونا وایرس ناروغ پیدا شي نو د هغې سیمې د ټولو خلکو معاینه به کوي.
نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې د ګڼې ګوڼې یا رش ځایونو ته نه ځي او زیات وخت دې پر کور تېروي.
ده وویل چې له ایران څخه په ستنو شویو ډېرو کسانو کې کورونا وایرس نه دی ښکاره شوی او هغوي یې خپلو کورونو ته لېږلي دي.
د ده په وینا ، پکار ده چې دا کسان تر یوې میاشتې ځان په کور کې یوازې وساتي او له بهر تلو ډډه وکړي.
په بلوچستان کې د مارچ تر ۲۳مې یو تن کورونا وژلی دی.