د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایران کې بند ۳۰۰ پاکستاني وګړي خپل هیواد ته پرېښودل شو


د پاکستان او ایران پوله
د پاکستان او ایران پوله

کوټه - د بلوچستان حکومت له ایران سره پر پوله بند پاتې ۳۰۰ پاکستاني وګړو ته اجازه ورکړې چې خپل ملک ته داخل شي.

د بلوچستان حکومت په ایران کې د کورونا وایرس تر خپریدو وروسته په تفتان کې له دې هیواد سره خپله پوله تړلې وه.

د پاکستانیو چارواکو د دې ګام له کبله د ایران لوري ته لږ تر لږه ۳۰۰ پاکستاني وګړي بند پاتې شوي وو.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني د فرورۍ پر ۲۸مه ماښام مهال په یو ویډیوي پیغام کې کړې ده.

لیاقت شاهواني ویلي چې د دې ټولو کسانو طبي معاینه یا سکرینینګبه کیږي او بیا به تر ۱۰ ورځو په روغتون کې ساتل کیږي.

چارواکي وايي چې دا وخت په ایران کې ۵۰۰۰ هغه پاکستانیان ایسار دي چې دغه هیواد ته د زیارتونو لپاره تللي وو.

په عین حال کې د بلوچستان حکومت په صوبه کيد کورونا وایرس د مخ نیوي لپاره د ایران سرحد ته په نیزدی ۱۰ ضلعو کې بیړنی حالت یا ایمرجنسي اعلان کړې ده.

دا له هغه وروسته ده چې تر چین او ځینو نورو هیوادونو وروسته د پاکستان په ګاونډي هیواد ایران کې هم دا وایرس خپور شو.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG