پښتون جرګه باید څنګه وي؟
د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د جنورۍ پر۲۰مه په نوښار کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې پښتنو ته په ورپېښو ستونزو د یوې جرګې راغوښتلو اعلان کړی دی. له دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا هم د ورته جرګو غوښتنې شوي دي. د پښتنو قامي جرګه ولې اړینه ده؟ جوړښت او ایجنډا به څه وي او پریکړې به يې څنګه عملي کېږي؟ د کرښې پر غاړه کې پرې بحث کوو. په خپرونه کې راسره د عوامي نیشنل ګوند مخکښ ذاهد خان، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان خان کاکړ، د پښتون ژغورنې غورځنګ مبارز او د پارلیمان غړې محسن داوړ، د سیاسي چارو شنونکې افراسیاب خټک او د واک تحریک مشره ثنا اعجاز برخه اخلي. کوربه شاهین بونیری دی
برخې
-
فبروري ۲۵, ۲۰۲۵
د تورخم لاره د تیرې اونۍ راهیسې تړلی پرته ده
-
فبروري ۱۱, ۲۰۲۵
پښتونخوا کې د امن جرګو سربیره ولې امنیت خراب دی؟
-
جنوري ۲۱, ۲۰۲۵
څېړونکي وايي د باچاخان فکر د پښتنو د وطن بحران هوارولی شي
-
جنوري ۰۷, ۲۰۲۵
د سولي پر تړون سربېره کورمه ولې له ناکرارۍ سره مخامخ ده
-
دسمبر ۱۷, ۲۰۲۴
پر ارمي پبلک سکول د برید عدالتي راپور ولې نه په ډاګه کېږي؟