کوټه ـ د ډېسېمبر پر ۱۵مه، په کوټه کې د پریس کلب مخې ته ځايي خلکو د مظاهرې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د کوټې او ژوب ترمنځ لویه لاره دې غبرګه کړي چې د حوادثو مخه ونیول شي.
دا مظاهره وروسته له هغې شوې چې د ډېسېمبر پر ۱۳مه د یادې لویې لارې پر سر د مسلم باغ په کان مهترزۍ سیمه کې د یوې حادثې پر مهال لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول.
دې ته ورته ګڼې نورې حادثې هم وخت ناوخته د کوټې او ژوب ترمنځ پر غځېدلې لویې لارې مخې ته راځي.
د کوټې پریس کلب مخې ته د مظاهرې پر مهال یو ځايي اوسیدونکي ودود جمال وویل:
"دا یو طرفه سړک دی، په دې وجه باندې هره ورځ حادثې کېږي. دلته د موټروی پولیس هم کم دي چې له وجې یې د ترافیکو سنبالول سخت دي. او همدا رنګه د ګاډو د رفتار د څارلو مناسب انتظام هم نه تر سترګو کېږي."
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې په کوټه کې د چین او پاکستان ترمنځ د اقتصادي راهدارۍ پرانېسته کړې وه چې له مخې یې د نورو لارو په څېر دا لویه لاره هم باید غبرګه شوې وای خو د کچلاخ او ژوب ترمنځ پر یادې پروژې تر اوسه کار نه دی پیل شوی.
د فېسبوک تبصرې