د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان پوهنتون د وایس چانسلر دنده وځنډول شوه


د اکتوبر پر ۱۵مه، د بلوچستان پوهنتون زده کوونکیو د وېډیو رسوايي پرضد احتجاج وکړ.
د اکتوبر پر ۱۵مه، د بلوچستان پوهنتون زده کوونکیو د وېډیو رسوايي پرضد احتجاج وکړ.

کوټه ـ د ګورنر په امر د بلوچستان پوهنتون د رییس یا وایس چانسلر دنده وځنډول شوه.

د امان الله خان یاسین زي له دفتره د اکتوبر پر ۲۰مه، په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي دا ګام په بلوچستان پوهنتون کې د وېډیو سکېنډل د مخې ته راتلو نه پس اخېستل شوی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د وایس چانسلر جاوید اقبال دنده به تر هغې ځنډېدلې وي چې د ویډیو سکېنډل پلټنې بشپړې شوې نه وي او په دې موده کې به محمد انور پانېزی د پوهنتون موقتي رییس وي.

په بلوچستان پوهنتون کې محصلینو وروسته له هغې پر احتجاج لاس پورې کړ چې د یاد پوهنتون نه په پټو کېمرو اخېستل شوې ځینې ویډیوګانې مخې ته راغلې.

د پوهنتون د محصلینو ټولنې ګواښ کړی ږو چې که وایس چانسلر له دندې لرې نه کړل شو نو دوی به د اکتوبر پر ۲۱مه د پوهنتون دروازې ته کولپ واچوي او پر سریاب سرک به پرلت وغځوي.

د محصلینو د ټولنې یو مشر کبیر افغان وايي، د وایس چانسلر ترڅنګ دې په یاد سکېنډل کې د تورنو ټولو چارواکو خلاف قانوني ګامونه پورته کړل شي.

د بلوچستان پوهنتون د سکېنډل د څېړلو لپاره اېف ای ای پلټنې کوي او تمه ده چې د اکتوبر تر ۲۷مې نېټې پورې به هغوی خپل راپور هایکورټ ته وړاندې کړي.

د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ سپيکر مير عبدالقدوس بزنجو هم د ويډيو سکېنډل د پلټنو لپاره د یوې لس کسيزې کمېټۍ جوړولو اعلان د ايالتي اسمبلۍ په تېر اجلاس کې کړی وو. د قدوس بزنجو په وينا د هر ګوند يو يو غړی به په کمېټۍ کې شامل وي او د ويډيو د سکېنډل پلټنې به کوي.

نوموړي هغه مهال ویلي وو:

"زموږ نجونه لاوارثه نه دي، په پوهنتون کې د نجونو ځورول د اندېښنې وړ معامله ده، دا د زغملو نه ده، په دې کې د ککړو خلکو په ضد به سخته قانوني کاروايي کيږي."

هغه مهال د پوهنتون وایس چانسلر جاويد اقبال هم په يوه ويډيویي پيٖغام کې ويلي وو چې د ويډيو سکېنډل په هکله کوم خبرونه خپاره شوي دا ریښتيا نه دي. د نوموړي په وينا داسې ګنګوسې د پوهنتون د نوم د بدنامۍ هڅه ده.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG