پراګ - د بلوچستان الیکشن ټریبونل د سپټمبر پر ۲۷مه د بلوچستان هاي کورټ په ودانۍ کې د قومي اسمبلۍپر ۲۶۵ مه حلقه خپله فیصله واوروله او د قومي اسمبلۍ ډپټي سپیکر قاسم خان سوري یې نااهل وګرځاوئ.
قاسم خان سوري په تیرو عام انتخاباتو کې د تحریک انصاف پر ټکټ له هم دې چوکۍ د قومي اسمبلۍ غړی ټاکل شوی وو.
د بلوچستان های کورټ د جج جسټس عبدالله بلوڅ په مشرۍ کې الیکشن تریبونل په خپله فیصله کې د انتخاباتو کمېشن ته امر کړی دی چې پر دې چوکۍ دې له سره انتخابات وشي.
دا فیصله د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه تر سره شوو عامو انتخاباتو کې د بلوچستان نیشنل ګوند د قومي اسمبلۍ لپاره د کاندید نوابزاده لشکري رهساني پر داخواست شوې ده.
د دې پرېکړې تر اورول کېدو وروسته د لښکري ریساني وکیل ریاض احمد ایډوکیټ خبریالانو ته تفصیل ورکړ.
د لښکري ریساني د مقدمې بل وکیل نزیر آغا ایډوکیټ وویل چې قاسم سوري د قومي اسمبلۍ له چوکۍ لرې کړل شوی دی او پر دې ټوله حلقه به له سره مکمل انتخابات کېږي.
د پاکستان شناختي کارډ جوړونکې او معلومات ټولوونکې ادارې (نادرا ) له لوري الیکشن کمشن ته په ورکړل شوي رپورټ کې ویل شوي چې تر ۵۰ زره پر زیاتو اچول شوو ووټونو لګول شوي د ګوتو نښې سمې نه ښکاري.
یادې ادارې په خپل رپورټ کې دا هم ویلي چې ډېر شناختي کارډونه داسې دي چې هلته نه دي رجسټر شوي.
په دې اړه مو څو ځله له قاسم خان سوري سره د تماس هڅه وکړه خو بریالي نه شو. نوموړي تر اوسه د قومي اسمبلۍ د مرستیال سپیکر په توګه دنده ترسره کوله.
د بلوچستان نشنل ګوند مخکښ لښکري ریساني د قاسم خان سوري د کامیابۍ پرضد عدالت ته تللی وو. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی هم پر دې چوکۍ ولاړ وو.