کوټه - د سېپټېمبر پر پېنځمه په کوټه کې په دوو چاودونو کې یو کس وژل شوی او نهه ژوبل دي.
چارواکو مشال راډيو ته وویل، ماښام مهال د ټرانسپورټ کمپنۍ په دفتر کې یوه وړه چاودنه وشوه او پولیس، مرستندویه کارکوونکي او خبریالان چې سیمې ته ورسېدل نو بله چاوده وشوه.
د پولیسو یوه مشر عبدالرزاق چیمه په خبره، پر بایپاس سړک په دې چاودنو کې د مرستندویه ادارې ډرېور محمد نعیم ووژل شو.
دی وايي، په ژوبلو کې شپږ پولیسان او دوه خبریالان دي.
د کوټې روغتیايي چارواکي وايي، په ژوبلو کې د ځینو روغتیايي حالت خراب دی.
د حملو ذمه واري چا نه ده منلې.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاالله لانګو رسنیو ته ویلي چې د دې ډول حملو موخه په محرم کې امنیتي حالات خرابول دي خو ډاډ یې ورکړ چې حکومت د اهل تشیع د مجلسونو امنیت اقدامات کړي.
د کوټې تر دې چاودنو یوه ورځ مخکې چارواکو پر شرقي بایپاس سړک د امنیتي سرتېرو په عملیاتو کې د یوې ښځې په ګډون د شپږو مشکوکه وسله والو د وژلو دعوه وکړه.
کوټه د پاکستان له هغو ښارونو یو دی چې په محرم کې له امنیتي پلوه حساس بلل شوي.