کوټه ـ د عوامي ورکرز ګوند تر سیوري لاندې لسګونو مزدورانو د اګست پر ۲۳مه د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پریس کلب مخې ته مظاهره وکړه.
دا مظاهرې وروسته له هغې پیل شوي چې د بلوچستان حکومت به صوبه کې د مزدورانو پر اتحادیو بندېز اعلان کړی دی. دوی شعارونه ورکول چې له حکومته خپل حقونه غواړي.
حکومت د روان کال په جولای میاشت کې د مزدورانو د حقونو لپاره په کار کونکیو ۶۲ تنظیمونو بندېز اعلان کړی وو.
د پاکستان د ورکز فیډرېشن (مزدورانو د ټولنې) جنرل سکرتر پیرمحمد کاکړ مشال راډیو ته وویل، په مرکز او اسلام اباد کې مزدوران خپلې اتحادیې لري او که وغواړي نورې هم جوړولی شي خو په بلوچستان کې پر دوی بندیزونه لګول شوي دي.
مظاهره کونکیو د حکومتي چارواکو ترڅنګ د بلوچستان اسمبلۍ پر مخالفو ډلو یا حزب اختلاف هم نیوکې وکړې چې د هغوی په وینا د مزدورانو په حق کې یې خپل غږ نه دی پورته کړی.
د عزیزالله په نوم یو مظاهره کوونکي مشال راډیو ته وویل، په صوبه کې ګراني زیاته شوې او مزدورانو ته چې کومې تنخاګانې ورکول کېږي، په هغې د خلکو ګوذاره نه کېږي. نوموړی وايي، دوی چې د خپلو حقونو د غوښتو لپاره د مزدورانو د اتحادیو له لارې خپل غږ پورته کولی شو، پر هغو هم حکومت بندیز لګولی چې دوی یې غندنه کوي.
مظاهره کونکیو د پاکستان له سترې محکمې هم هم وغوښتل چې د مزدورانو پر اتحادیو لګول شوي بندېزونه دې زر تر زره لرې کړي.
بل پلو، د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شهواني مشال راډیو ته وویل، په حکومتي ادارو کې به پخوا هر وخت د مزدورانو کاربندیز یا هړتال روان وو چې له وجې یې د خلکو کارونه متاثره کېدل، نو ځکه پر دغو اتحادیو بندیز ولګول شو.