د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالرزاق چیمه: د کوټې پر ۶۱۸ جوماتونو عسکر درول ممکن نه دي


عبدالرزاق چیمه
عبدالرزاق چیمه

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د کې پر ۲۴مه په شوې چاودنه کې د ژول شوو شمېر څلور ته رسېدلې دی. په دې پېښه کې ۲۶ تنه نور ټپي شوي هم دي.

دا چاودنه د جمعې د په ورځ د کوټې ښار په پښتون اباد سیمه کې په رحمانیه نومي جومات کې شوې وه او په وژل شوو کې د د جومات امام عطاالرحمان هم شامل وو.

پولیس وايي ، د ناڅرګندو کسانو پرضد یې په درج کړې مقدمه کې د ترهګرۍ دفعې هم شاملې کړې دي.

د کوټې د ولسي روغتون ویاند وسیم بېګ وايي ۲۰ ټپیان یې رخصت کړي دي خو شپږ تنه لا هم په روغتون کې تر درملنه لاندې دي.

د بلوچستان حکومت وايي تر دې پېښه وروسته یې د کوټې په ښار کې امنیت لا ټینګ کړی دی او په ځانګړې توګه یې پر جوماتونو او امام بارګاهو نور امنیتي عسکر ګمارلي دي.

خو د کوټې د پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه تر پېښه رووسته خبریالانو ته ویلي چې پر ټولو جوماتونو عسکر درول ورته ممکنه نه ده.

ده ویلي ، “ د کوټې په ښار کې ۶۱۸ جوماتونه دي او پر هر جومات عسکر درول راته ممکنه نه ده خو بیا هم موږ پر دې سربېره د هر جومات لپاره په رضاکارنه توګه د یو چوکیدار نظام جوړ کړی دی او په هغه کې رحمانیه جومات هم شامل دی.”

پولیس وايي چې د پېښې په تړاو یې پر چاپو وهلو سربېره څوک نه دي نیولي. یوې وسله والې ډلې هم تر اوسه د دې چاودنې زمه واري نده منلې.

په عین حال کې د چمن په شیلا باغ سیمه کې د سرحدي ځواک پر یو قافله په شوی برید کې درې عسکر ټپي شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې په دې برید کې استعمال شوي بارودي مواد په یو موټرسایکل کې اېښودل شوي وو.

د چارواکو په وینا د دې برید هدف د سرحدي عسکرو کرنل خرم جاوید وو کوم چي په دې پېښه کې خوندي پاته شوی دی.

تحریک طالبان پاکستان د دې برید زمه واري منلې ده.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG