د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې چاودنه، درې مړه شپږ ژوبل


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پراګ ـ د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د مې د ۱۳مې په ماسخوتن د یوې چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه درې پولیس سرتېري وژل شوي او شپږ کسان ژوبل شوي دي.

د بلوچستان د صوبايي حکومت ویاند لیاقت شهواني مشال راډیو ته وویل چې په ژوبلو کې درې پولیس سرتېري او درې ولسي کسان دي.

د ډان ورځپاڼې په ګډون ځیني پاکستاني رسنۍ د مرګ ژوبلې شمېره تر دې زیاته ښايي.

د لیاقت شهواني په وینا دوی ګومان کوي چې بم پر موټر سایکل ځای پر ځای کړل شوی وو او د پولیسو ګاډی یې په نښه کړی دی.

د پولیسو سرتېري په سټلایټ ټاون سیمه کې د الهدا جومات مخې ته موظف شوي وو چې د تراویح د لمانځه پر مهال د خلکو امنیت وساتي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG