د خېبر پښتونخوا د کرک ځايي مشرانو د احتجاج په توګه خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي د نه ورکولو اعلان کړی.
د کرک د ورغه بانډې مشرانو د ډېسېمبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل په سیمه کې د سهولتونو د نشتوالي له امله د احتجاج په توګه د پولیو ضد راتلونکي کمپاين کې برخه نه اخلي.
دوی وايي تر هغې به دغه بایکاټ جاري ساتي تر څو چې یې ستونزې هواري کړل شوي نه وي.
د سیمې ناظم وايي، د سړک نه جوړولو وجه د کلي د دوو ډلو تر منځ لانجه ده او د سیمې د اوسېدونکو غوښتنه وه چې د سکولونو پر ځای دې ورته بجلي ورکړي.