د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د بلوچستان اسمبلۍ غړی مجید خان اڅکزی خوشې کړ


دتره ګرۍ ضد عدالت د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان اسمبلۍ غړې او د پبلیک اکاونټس کمېټۍ چېرمېن عبدالمجید خان اڅکزي د خوشېکولو امر وکړ.

نوموړی د روان کال په جون میاشت کې په یوه ټرافیکې پېښه کې د ټرافیک سارجنټ د وژلو په تور نیول شوی وو.

عبدالمجید خان اڅکزی چې کله نن د پنچشنې ورځ په کوټه کې د تره ګرۍ ضد عدالت و جج قاضی داود خان ناصر ته پېش شو نو عدالت د ۵ لاکه روپیو په ضمانت د هغه د خوشېکولو امر وکړ.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د عبدالمجید خان اڅکزي وکیل شاجهان بلېدي وویل چې د عدالت تر حکم وروسته به ټوله قانوني کاروايي ترسره شي او د جمعې په ورځ به مجید خان د کوټې له زندانه خوشې کړل شي.

مجیدخان اڅکزی: بلوچستان کې څلور سوه اربه روپۍ ورکې دي

د بادولو ده چې د روان کال په جون میاشت کې چې کله عبدالمجید خان اڅکزي د بلوچستان اسمبلۍ له غونډې پس کور ته په لاره وو چې د کوټې ښار پر جي پي او چوک باندې د روزه ماتي پر وخت د هغه موټر له ټرافیک سارجنت حاجي عطاء الله سره ټکر وخوړ او تر سخت ژوبلېدو وروسته یې په روغتون کی ساه ورکړه.

ورسته پولیسو نه یوازي عبدالمجیدخان اڅکزي له خپل کوره نیولی وو بلکې د نوموړي پرضد یې د قتل او تښتولو ځنې نورې مقدمې هم په عدالت کې راپورته کړې وې. د تاوان لپاره تښتولو په مقدمه عدلت له وړاندې هغه بري کړی دی او د قتل په مقدمه کې یې ضمانت ورکړی دی.

د یادولو ده چې عبدالمجید خان اڅکزي له پېښې څو ورځي وروسته د ټرافیک سارجنټ حاجي عطاء الله له کورنۍ سره روغه کړې وه، ځکه چې دا یوه قدرتي پېښه وه چې پکې هغه ژوند له لاسه ورکړی وو.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG