د کوټې د سېول روغتون ډاکتران وايي، په پېښه کې د پینځه پولیسو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي .
چارواکي وايي، دا پېښه هغه مهال شوې چې یو موټر د صوبې د پولیسو د مشر د کور پر خوا روان وو چې هلته ولاړو پولیسو درولی او په دې وخت کې چاودنه شوې ده.
خو عیني شاهدان وايي، دا موټر بمي برید وو.
البته د بلوچستان حکومتي ویاند انور الحق کاکړ، د ښار د پولیسو مشر رزاق چیمه او د کورنیو چارو سېکرټر وايي، دوی د چاودنې د نوعیت په اړه لا هم څه نشي ویلای.
د چاودنې له کبله د شاوخوا ودانیو ښیښې ماتې شوې دي او دېوالونو ته زیان رسېدلی دی. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.