هغه د صوبې پر تېر اعلا وزیر ډاکټر مالک بلوڅ هم نیوکې وکړې او و یې ویل چې د هغه حکومت په خپله موده کې په اربونو روپۍ په تربت کې لګولې دي.
نوموړي دا څرګندونې د بلوچستان اسمبلۍ اسمبلۍ د صوبې راتلونکې کال لپاره د نېزدې ۳۲۶ اربه روپيو کلنۍ بودیجې منظوري ورکولو وروسته کولې.
د منصوبه بندۍ او پرمختیا وزير ډاکټرحامد اڅکزي وویل چې په حکومت کې د دوی له راتګ سره د صوبې په ډېرو محکمو کې درغلي ختمه شوې ده. بیا په خاصه توګه د بلوچستان پرمختیا ادارې [بي ډي اې] هغه محکمه وه چې په تېر حکومت کې به پر کاغذونو خلکو ته ټېکې ورکول کېدلې. د صوبې چیف سېکرېټري به په کور کې ناست او کلنۍ بودیجه به یې تیاره وله.
بلوچستان اسمبلۍ بېګا ماښام په کوټه کې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کال لپاره د صوبې کلنۍ بودیجې منظوري ورکړه. صوبايي حکومت د غیر ترقیاتي لګښتونو لپاره ۲۳۶ اربه روپۍ او د پرمختیايي کارونو لپاره یې ۸۶ اربه روپۍ ایښې دي.
د بلوچستان اعلا وزیر نواب ثنا ءا لله زهري پر دې مهال په خپله وینا کې وویل چې کله په ۲۰۱۳ م کال کې دوی حکومت ترلاسه کړ نو هغه وخت د صوبې مالي حالت ډېر خراب وو خو اوس صوبه ډېره د پرمختیا پر لور تللې ده. او دا اول ځل دی چې په کلنۍبودیجه کې د صوبې د پرمختګ لپاره دومره زیاتې پیسې ایښودل شوي دي.
هغه پر کلنۍ بودیجه د مخالفو ګوندونو تنقید وستایلی او اسمبلۍ ته یې تسلي ورکړه چې حکومت به په بودیجه کې ممکنه نیمګړتیاوې هیسته کوي.
د نوموړي په وینا چې کله په ۲۰۱۵ م کال کې چې یې حکومت ترلاسه کړ نو هغه وخت په صوبه کې دامنیت وضع ښه نه وه. تر هغه ورسته په کوټه کې د اتم اګست خونړۍ پېښه او بیا د شاه نوراني پر مزار ځانمرګی برید نه هېرېدونکي دي. د دوی حکومت په هغو پېښو کې تورن کسان نه یوازې ونیول بلکې ډېر ترهګر له امنیتي سرتېرو سره په نښتو کې له منځه یووړل شول.هغه وویل دا عملیات به تر هغو روان وي چې د بلوچستان صوبه یې لهوسله والو ډلو پاکه کړې نه وي.
پر کلنۍ بودیجه باندي د بحث پر مهال د بلوچستان خزانې وزیر سردار اسلم بزنجو وویل چې د خسارې بودیجه وړاندي کول د حکومت لپاره ښه کار نه وي خو دوی به دا خساره له ځینو نور پروژو پوره کړي.