د خزانې صوبايي وزیر سردار اسلم بزنجو بېګا ماښام په اسمبلي کې د صوبې د راتلونکې کال لپاره کلنۍ بودیجه وړاندې کړه چې پکې د صوبې ګټه یا آمدن ۲۷۶ اربه روپۍ او لګښتونه یې ۳۲۸ اربه روپۍ دي چې د نوموړي په خبره که څه هم د ۵۲ اربه روپيو کمی یا خساره ده خو بیا یې هم پر ولس هېڅ بالايي مالیه نه ده لګولې.
سردار اسلم بزنجو زیاته کړه چی د۱۰ ارب روپۍ په لګښت به د صوبايي حکومت تر ولکې او واک لاندې بلوچستان بانک پرانیستل کېږي.
دخزاني وزیر دا هم وویل، چې په بجټ کې یې د صوبې پرمختیا کارونو لپاره ۸۰ اربه روپۍ او د غیر ترقیاتي کارونو لپاره ۲۴۲ اربه روپۍ ایښې دي.
په بودیجه کې د تعلیم او صحت ترڅنګ د امنیت ټینګولو ته زیاته پاملرنه شوې ده. د تعلیم ودي لپاره ۴۵ اربه روپۍ ځانګړې شوې چې پکې د نویو ښوونځيو ودانول او اوسنيو تعلیمي ادارو ته وده ورکول شامل دي. دغه ډول نزدې ۴ زره زده کونکیو ته د حکومت په مالي مرسته له صوبې بهر لوړې زده کړې ورکول هم شامل دي.
په بودیجه کې د امنیت لپاره شاوخوا ۳۴ اربه روپۍ بېلې کړل شوي دي.
د خزاني صوبايي وزیر په وینا چې د خلګو د ځان او مال خیال ساتل د حکومت یوه لویه زمه داري ده. د دې مقصد لپاره به حکومت نه یوازي امنیتي سرتېرو ته ښه تربیه ورکوي بلکې د دوی لپاره به جدیده وسله هم رانیسي.
سردار اسلم بزنجو وايي د اعلا وزیر نواب ثناء الله زهري په مشرتابه کې صوبایي حکومت په لږ وخت کې نه یوازې صوبه د پرمختیا پر لورروانه کړې ده بلکې د نور صوبو په مقابل کې دلته امنیت هم زیات ټینګ کړی دی.
دغه ډول یې د سرکاري ملازمینو په تنخاګانو او پینشن کې لس فیصده زیاتوالی یې هم راوستی دی.
د صوبايي وزیر په وینا چې په راتلونکې کال کې به ۷ زره تعلیمیافته ځوانانو ته د روزګار ورکولو اسانتیاوې برابرې شي.
د صحت په څانګه کې به د صوبايي حکومت له خوا په کوته کې یو پوسټ ګرېجوېټ کالج پرانستل شي. دغه ډول به د اعصابو ناروغي مخنیوي لپاره یوه تحقیقي اداره هم خلاصه کړل شي.
بلخوا ته په بلوچستان اسمبلۍ کې د حز ب اختلاف مشر مولانا عبدالواسع پر بودیجه سختې نیوکې کړي دي او ویلي یې دي چې د حزب اختلاف لپاره پکې هېڅ نوې پروژه یا اسکیم نه دی ایښودل شوی.