دچاودنې ښکار عرفان الله د معذورانو مرسته کوي
د ځوانانو غږ نننۍ خپرونه کې مو د کرمې ايجنسۍ له ديارلس کلن هلک عرفان الله جان سره خبرې کړي. عرفان په بمي چاودنه کې معذوره شو اوس د معذورانو لپاره کار کوي نوموړی وايي غواړي چې د قبايلي سيمو يو معزوره ماشوم هم له تعليمه پاتې نه شي . په خپرونه کې مو پر دې هم خبرې کړي چې د قبايلي سيمو او افغانستان ځوانانو لپاره د بشري حقونو يو سازمان د سياسي روزنې پروګرام پيلوي او د شمالي وزيرستان ځوان شاعر محد سليم خان ذاهب هم زموږ د ځوانانو غږ نننۍ خپرونه ميلما وو. دا خپرونه چې اسرار عالم مومند يې چمتو کوي تاسو يې د جمعې په ورځ په ژوندۍ او د نهې پر ورځ په تکراري توګه اورۍ.
برخې
- 
دسمبر ۱۰, ۲۰۲۱بلدياتي ټاکنو لپاره د قبايلي سيمو ځوانانو هلې ځلې
 - 
اپرېل ۲۳, ۲۰۲۱د کتاب نړیواله ورځ او پښتانه ځوانان
 - 
اپرېل ۱۳, ۲۰۲۱د مشال خان له وژنې وروسته په ټولنه کې څه فکري بدلون راغلی؟
 - 
اپرېل ۰۴, ۲۰۲۱د ماینونو چاودنو ښکار خلکو ژوند څنګه تېرېږي؟
 - 
جنوري ۱۶, ۲۰۲۱د مشال راډیو ۱۱مه کليزه: اورېدونکو خپل نظرونه شريک کړل
 - 
جنوري ۰۸, ۲۰۲۱په ننګرهار کې رضاکاره ښوونکي ماشومانو ته تعلیم ورکوي