د کتابونو بنجاره، شاعر اکمل ليوني سره مرکه
اکمل لیونی د خيبر پښتونخوا د مردان د شموزو کلي اوسیدونکی دی. ماشوم وو چې پلار يې وفات شو. له هغه ښوونځی پاتې شو او مزدوري يې شروع کړه. ښاغلي ليوني به له نيزدي غره لرګي راوړل او بازار کې به يې خرڅول. اکمل له ماشوموالي شعرونه ليکل خو چې چاته به يې د اورولو کوشش وکړ نو خلکو به ليونی باله او له همدې وجې يې نوم اکمل ليونی شو. نوموړي وروسته ليک لوست زده کړ او تر اوسه يې د شعرونو شپږ ټولګې چاپ شوي. هغه ته ملګري د کتابونو بنجاری هم وايي ځکه چې سياسي جلسو او ادبي ناستو ته کتابونه راوړي او خرڅوي. اکمل ليونی، چې نن سبا ناروغه دی، زموږ د دې اونۍ د مشال مرکې ميلمه ده. هغه سره زموږ همکار خالد خان مرکه کړي.
برخې
-
فبروري ۰۹, ۲۰۲۵بې له خاورې د سبزیو کښت څومره بریالی دی؟
-
جنوري ۲۶, ۲۰۲۵د کورمې وضعیت زده کوونکي څنګه اغېزمن کړي؟
-
نومبر ۲۸, ۲۰۲۴اصف خان: پر انټرنېټ محدودیتونه پاکستان ډېر زیانمنوي