سږکال د ماشومانو لپاره دنړیوال امن انعام ورکولو په لړ کې د ټولې نړۍ نه پنځه ماشومان منتخب شوي دي ، چې پکې د سوات ملالۍ یوسفزۍ هم شامله ده.
په دغه ماشومانو کې د ملالۍ په شمول څلور نجونې او یو هلک شامل دی، چې ملالۍ پکې د ټولو کم عمره ده. د ماشومانو د امن نړيوال انعام به په ۲۱م نومبر په منتخب شوو کسانو کې یو ته په هالیڼډ کې ورکړل کیږي.
په سوات کې د تیرې بدامنې له وجې کله چې نجونې په زور د سکولونو او کار روزګار نه منې کړل شوې، نو په هغه وخت کې ملالۍ د خپلو نورو ملګرو سره د نجونو د تعلیم په حق کې خپل اواز پورته کړو، چې ټولې نړی ته یی وویل، پښتنې د چا نه کمې نه دي، او غواړي د ملک د نورو سیمو په رنګ تعلیم حاصل کړي.
د سوات ملالۍ د مشال ريډیو سره په یوه مرکه کې وایي دا غواړي د خپل قام ليډره جوړه شي، او د ملک په پرمختګ کې رول ولوبوي. هغه وایی باچا خان ، بې نظیر بټو او باراک اوبامه یی د خوښې ليډران دي.
د ملالۍ نورې خبرې د مشال رېډیو په اونیزه خپرونه پلوشه کې اورو. ددې ترڅنګ یو شمیر نور رپوټونه هم په دې اونیز پروګرام کې اوریدلای شۍ .
د پلوشې جوړونکي فرخنده وزیر ده.